د افغانستان د کرکټ ملي اتلانو د کرکټ په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره د اسيايي جام په سیاليو کې د نړېوال کرکټ د لومړی درجه لوبډلې ته ماتې ورکړه.
دغه لوبې،چې له تېرو څلورو ورځو راهیسې په بنګلدیش کې روانې دي، د شنبې په ورځ افغانستان په دې وتوانېده، چې کوربه هېواد بنګلدیش ته، چې د کرکټ د نړېوالې شورا د لومړۍ درجه غړیتوب لري په څلورو ویکټو سخته ماتې ورکړي.
د سرحدونواوقبایلو چارو وزارت مقام دافغانستان دکرکټ ملی ټیم اتلانو ته چې یوځل بیایې په ډیرې وړتیا وکولای شول خپله وړتیا اواستعداد نړیوالوته وښیي دزړه له کومي خپلو ملي اتلانو او د افغانستان ټول ولس ته مبارکي وایي او دلوی خدای(ج) له سپیڅلي دربارڅخه په راتلونکو لوبو او د ژوند په ټولوچاروکې ددوې د لازیاتوبریالیتوبونو هیله کوي.
په درنښت
ډاکترمحمد اکرم خپلواک
دسرحدونواوقبایلوچارو وزیر