په شمالي وزیرستان کې د پاکستاني پوځیانو د عملیاتو له پیل سره جوخت پاکستاني طالبانو د یوې میاشتې لپاره اوربند اعلان کړی دی.
د پاکستاني طالبانو ویاند شاهدالله شاهد ویلي، چې دوی د قومي مشرانو، علماوو او سپینږېرو په غوښتنه اوربند اعلان کړی او غواړي لدې لارې د سولې خبرې اترې پر مخ یوړل شي.
نوموړي د پاکستان پر حکومت غږ کړی، چې د دوی پرېکړې ته دې مثبت ځواب ووايي. ده همداراز یادونه کړې، چې د طالبانو مشرانو خپلو ټولو غړیوو ته لارښونه کړې چې بریدونه بند او دغې پریکړې ته درناوی وکړي.
تر دې دمه د اوربند اعلان یو اړخیز دی؛ خو تر ټولو مهمه موضوع د دغه اوربند لامل او پر افغانستان يې اغېز دی.
په ۲۰۰۴ زېږدي کال کې د دیارلسو وسلهوالو ډلو په یو ځای کېدو د بیتالله مسید په مشرۍ د پاکستاني طالبانو تحریک د موجودیت اعلان وکړ. که څه هم د دغې ډلې مشري د بیتالله پر غاړه وه؛ خو نوموړي بیا خپل مشر ملا محمد عمر باله او د ده تر مشرۍ لاندې یې فعالیت درلود.
تر ډېره بریده دغه دیارلس ډلې هغه بنسټپال رانغاړل، چې په بېلابېلو وختونو کې د پاکستان څارګرې ادارې (آی اس آي) له لوري په کشمیر کې د هند پر وړاندې جهاد (!) په موخه رامنځته شوې وې؛ خو په وروستیو کې آی اس آی پرې کنټرول له لاسه ورکړی و؛ اما پر ځینو ډلو ټپلو یې نفوذ پر خپل ځای پاتې و او اوس هم پرې نفوذ لري.
له بل لوري د پاکستاني طالبانو پر تحریک د ملا محمد عمر له نفوذ څخه سترګې نهشي پټېدای؛ په ځانګړي توګه دا، چې پر دواړو ډلو آی اس آی نفوذ لري.
د دغه تحریک له لوري د اوربند اعلان ته په کتو سره داسې برېښي، چې د دغه کار تر شا دې د پاکستان څارګرې ادارې لاس وي. باور دا دی، چې آی اس آی غواړي لدې لارې دغه طالبان د افغانستان لا ناامنه کولو کې وکاروي.
له طالبانو سره د سولې خبرې د پاکستان ملکي دولت غوښتنه ده. دېته په پام سره، چې د پاکستان اصلي واکمن پوځ دی؛ اټکل دا دی، چې د پوځ او آی اس آی غوښتنه دې دا وي، څو پر طالبانو د فشار له لارې د اوربند په اعلان سره د لومړنیو خبرو اترو لپاره زمینه برابره کړي؛ خو له اوربند سربېره به پوځ خپلو عملیاتو ته دوام ورکوي، چې دغه مسله پاکستاني طالبانو ته دا پلمه په لاس ورکوي، څو خپل موجودیت ته دوام ورکړي او د سولې ناقض د پاکستان ملکي دولت په ګوته شي.
په افغانستان کې د هوا سړېدو له امله د ژمي لخوا د وسلهوالو طالبانو بریدونه کمېږي؛ خو په پسرلي او دوبي کې، چې له یوه لوري هوا تودېږي او له بل لوري د پاکستان تر ولکې لاندې سیمو او د دغه هېواد په خاوره کې دیني مدرسې رخصتېږي؛ د وسلهوالو طالبانو فعالیتونه پراخېږي.
وسلهوالو طالبانو د افغانستان ټاکنې تحریم کړي او پر ټاکنو باور نهلري. طالبان په لومړي ګام کې امارت غواړي، چې په لویه کې د دوی په باور د اسلامي خلافت په رامنځته کېدو تمامېدای شي. همداراز د پاکستان څارګره اداره او پوځ هم نهغواړي، چې افغانستان دې د ټاکنو په تر سره کولو سره ثبات ته ورسېږي او سیاسي واک دې په سولهییزه توګه انتقال شي. پاکستان تل په افغانستان کې د خپل نفوذ پراخوالی او له هند سره په سیالۍ اخته دی. هند د افغانستان په ثبات کې خپلې ګټې لټوي؛ خو پاکستان بیا د افغانستان په ناامنۍ کې او بېثباتۍ کې. د وسلهوالو طالبانو او د پاکستان څارګرې ادارې ترمنځ دغه مشترک ټکي ته په کتو سره تر ډېره بریده د افغانستان راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ناامنه کولو په موخه د پاکستاني طالبانو له لوري د اوربند اعلان شوی دی.
پاکستاني طالبان کولای شي په آسانۍ سره د ډيورنډ له کرښې واوړي او دلته د افغان دولت پر وړاندې خپل عملیات تر سره کړي. دا هغه څه دي، چې د تېرو کلونو په اوږدو کې تر سره شوي او تر ټولو وروستۍ بېلګه یې د کڼر ولایت د غازيآباد پېښه ده.
دېته په پام سره، چې په وروستیو کلونو کې د افغان طالبانو لیکي کمزوري شوي او له افغان ځواکونو سره د مخامخ جګړې توان نهلري اړ دي، څو له پاکستاني طالبانو څخه د مرستې غوښتنه وکړي.
پدې لړ کې دا افغان دولت دی، چې څنګه کولای شي دغه خطر دفع کړي، چې زما په باور تر ټولو غوره لار یې د نړۍوالو ټولنو له لارې پر پاکستان د فشار راوستل او له نړۍوالو څخه د مرستې غوښتنه ده.
مجیبالرحمن ساپی