تاند- د بشري حقونو د څار موسسې (هیومن رایټس واچ) د ولسمشر کرزي له لوري د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمیسون د نویو ټاکل شویو غړیو په اړه اندېښنه ښکاره کړه او له نړیوالو مرستندویانو څخه یې وغوښتل چې د افغانستان د بشري حقونو د نویو کمیشنرانو اجراات په ځیر وڅاري.

دې موسسې نن/سې شنبه/ په یوه اعلامیه کې ویلي: د افغانستان د ولسمشر حامد کرزي له لوري د کم کفایته کسانو بې مشورې ګومارنه د دغه هیواد د بشري حقونو تر ټولو د مهمې ادارې په اړه اندېښنې پاروي.
ولسمشر کرزي روانه اوونۍ په خپل نوي حکم کې د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون د رييسې په توګه د سیما سمر مشري بلې دورې ته اوږده کړه او فرید حمیدي، سید احمد ضیا لنګري، ډاکتر ه ثریا صبحرنګ، عبدالرحمان هوتک، قدریه یزدان پرست، ایوب اصیل، حوا علم نورستانۍ او وحیدالله ارغون یې د دې کمیسیون د نویو کمیشنرانو په توګه وګومارل.

د بشري حقونو د څار د ډلې تر اندېښنې مخکې د افغانستان د مدني ټولنو غړیو ورته اندېښنه ښکاره کړې وه. د حقوقپوهانو د شبکې رييس عبدالستار سعادت د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې کرزي د هغو کسانو له جملې هیڅوک نه دي ګومارلي چې مدني ټولنو د ده په غوښتنه وړاندیز کړي ول.

سعادت همداراز وویل:« کوم کسان چې نوي انتخاب شوي دي، په هغو کې ځیني داسې کسان شته چې یو په جمعیت تنظیم پورې مربوط کس دی او بل یې په اتحاد پورې. دوی له جهاد پرته په تنظیمي جنګونو کې منفي رول درلود او په جنګي جنایتونو باندې متهم دي. د دې معاملې په اساس رییسه یې په خپلې دندې پاتې شوه. دوی د جنګي جنایتونو راپور وځنډاوه؛ نوي کسان چې اوس ورځي د دوی وظیفه به هم همدا وي چې دوی د دې راپور د نشرولو مخه ونیسي.»

تاند ته د بشري حقونو د څار د ډلې یا هیومن رايټس واچ په استول شوې اعلامیه کې د افغانانو د حقونو په خوندي کولو کې د بشري حقونو د خپلواک کمیسون د رول د اهمیت د یادونې ترڅنګ ټینګار شوی چې باید دا کمیسون اجازه ولري چې له سیاسي فشارونو لېري په ازاد ډول خپل کار ته دوام ورکړي.

په ۲۰۱۲ کال د توکیو په کنفرانس کې پر حامد کرزي د نړیوالې ټولنې له لوري د بشري حقونو د خپلواک کمیسون د نویو کمیشنرانو د ټاکلو لپاره وروسته له دې فشار راغی چې د مخکینیو پنځه کلنه دوره د ۲۰۱۱ کال په دسمبر کې بشپړه شوه.

د بشری حقونو د خپلواک کمیسون مسوولیتونه عبارت دي له؛ په افغانستان کې د بشري حقونو د عمومي وضعیت څارنه، د بشري حقونو په برخه کې حکومت ته د مشورو ورکړه، د بشري حقونو د سرغړونو د مواردو په اړه څېړنه او له هر افغان سره چې پر بشري حقونو یې تېری شوی وي مرسته.

د بشري حقونو د څار ډلې د اسیا د څانګې رييس برډ اډمز په اعلامیه کې ویلي:«د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسون د ټولو افغانانو د حقونو په ساتنه کې خورا مهم رول لوبوي، پکار ده چې سم مشران دې مهم کار ته دوام ورکړي. د دې کمیسون پنځه کمیشنران په خپل مخ کې لوی او درانه مسوولیتونه لري او لازمه ده چې افغانانو ته وښيي چې د خپلو حقونو د خوندي کولو لپاره د بشري حقونو په کمیسون کې تکړه غړي لري. پکار ده چې مرستندویان د نویو ګومارل شویو کمیشنرانو کارونه په هر ګام او هر اړخ کې پوره په دقت وڅاري.»

حاضر دمه د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسون د نوردیک او اروپايي اتحادیې د غړیو هیوادونو په شمول د بهرنیو مرستندویانو له لوري تمویل کېږي.

One thought on “د افغانستان د بشري حقونو د کمیسون د نویو غړیو پرګومارنې د هیومن رايټس اندېښنه”
  1. د بشري حقونو کمیسيون د یوه خاص قوم ځانته کور ګڼل شوی وو په کمیسیون کې باید ډیر مخکې بدلون راغلی وای او ملی مشارکت به نظر کې نیول شوی وای هیله مند یم چې ددې بدلون به راوستلو سره څه ناڅه ښه والی راشي د خلکو د حقه حقوقو لپاره څه ناڅه کار وکړي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *