د هر  انسان په وجود کې په فطري ډول داسې استعدادونه پراته وي چې که ګټه ترې پورته شي نو په ډېر لنډ وخت کې به د بلا خلکو ذهنونو او فکرونو ته ځان ورورسوي.

زمونږ په پښتني ټولنه کې ډېرې داسې هنري څېرې شته چې که فکر او د ذوق خوږو ته يې په پوره پام سره وکتل شي ، نو نه يوازې د شاعرانه تخيل څخه به مالامال جوړښت پکې ووينۍ، بلکې د يوې داسې رڼې هېندارې انځور به  مو هم تر سترګو شي چې هر څوک پکې په اسانۍ د خپل محبوب څېره ليدلی شي.

همدې پښتني سيمه کې وخت نا وخت داسې پانګې راټوکيدلي، چې تر ډېر وخته پورې ورته د نړۍ په ګوټ ګوټ کې خلک لاس تر زنې ناست وي.  او دا هغه څه دي چې د پښتنو شمله ورباندې تل هسکه پاتې شوې.

هو ! کرن خان يادوم ، چې د خپل هنري او ادبي ذوق له مخې يې تل د پښتنو په سيمو عطرورينې وږمې شيندلي.

که له يوې خوا د هغه ذوق د للمې پر ګلونو د بارانونو د وريدو په څېر کيف لري، نو له بل لورې د کرن خان د غږ هنري جوهر هغه څه دي چې د موسيقۍ له مستانه شرنګ سره د يوځای کيدو لپاره تل تږي تږي بريښي، او کله چې د نوموړي ادبي ذوق، هنري غږ او د موسيقۍ پر کيفه شور له يو بل سره غاړه غړۍ شي،نو د هر  چا د زړه لونګينه غوټه ورته په اسانۍ څپړل کيږي .

کرن خان  د ادب د لارې هغه لاروی دی چې د شعر په انتخاب کې يې ځآنګړې لار غوره کړې، او دا هغه څه دي چې اوس اوس ورڅخه د همدغې لارې يو شمېر نورو لارويانو نقل کړی چې د پښتو ادب د بډاېنې لپاره ښه زېرې دی.

نوموړي غزل ته يو بېل ډول خوند ،رنګ او اهنګ ورکړ، او د غزل ټول خواږه يې د هر چا د ذوق په ستوني کې وروڅڅول .نو ځکه خو يې ټول مينه وال په دې اند دي چې د کرن غزل په لومړي ځل لږ خوند کوي، په دويم ځل پکې لا ډېر خوند پېدا شي او په دريم ځل د زړه ژورو ګوټونو ته ځان رسوي. او دا هغه څه دي چې د کرن خان او د نورو تر منځ توپير په ډاګه کوي.

هغه د لرې او برې پښتونخوا د شاعرانو د شعر خواږه د رباب له ترنګ او د منګي له ټنګ سره هم په ډېر خوندور او رومانټيک ډول يو ځای کړي ، د ټپيزو پر مخالفينو يې ټپيزه په ځلونو اوريدلې ، او کله نا کله يې د اتڼ مينه والو تنده هم ورماته کړې ده. د کرن خان  نوی البم ((انتظار))  د هغه استعداد جوتوي او د هر ستړي زړه د درد دوا ده.

چې خوي مې د پتنګ و، په رڼا ميينېدم

نو زه به ستا په سترګو خامخا ميينېدم

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *