د سیمه ییزو اورګانونو خپلواکې ادارې د تکنالوژۍ ریاست له مرکزي سرور روم سره، د افغانستان د شپږو ښارونو، کندهار، هلمند، روزګان، کلات، دایکندي او زرنج ښاروالۍ د انټرنېټ له لارې وتړل شوې.
د سیمه ییزو اورګانونو د خپلواکې ادارې له یوې خبرپاڼط سره سم، دا مهال د هېواد د شپږو ښارونو په ښاروالیو کې د آی اېف اېم اېس پروګرام په چوکاټ کې، ډاټا سنټرونه جوړ شوي او د سیمه ییزو اورګانونو خپلواکې ادارې د تکنالوژۍ ریاست له مرکزي ډاټا سنټر یا د معلوماتو له برېښنایي خونې سره وصل دي. په دې سنټرونو کې د ښاروالیو د مالي اجرااتو او د عوایدو د تنظیم ټول رسمي مکتوبونه او معلومات خوندي کېږي. دا کار د ښاروالیو د عوایدو له لوړیدو او په مالي چارو کې له شفافیت او له مرکز سره د معلوماتو د شریکولو بهیر له چټکتیا سره مرسته کوي.
د سیمه ییزو اورګانونو خپلواکې ادارې د پالیسۍ او تخنیکي چارو معین ډاکتر فرید ماموندزي وویل: په تېرو دوو کلونو کې د ښاروالیو عواید شل فیصده لوړ شوي دي. د ده په خبره دا مهال په اته ویشتو ښارونو کې د ښاروالیو مشورتي بورډونه جوړ شوي او د شپاړلسو ښارونو حدود او مرزبندي شوې ده. ماموندزي پر ډیجیټ�� سیستم د ښاروالیو د مالي مدیریت سمبالېدل، د بریښنایي حکومتوالۍ پر لور ښه ګام وباله او هیله یې څرګنده کړه، چې دا چار به په ښاروالیو کې د شفافیت او اصلاحاتو د دوام سره مرسته وکړي.
په ښاروالیو کې د ډاټا سنټرونو جوړول او له مرکز سره د یادو سنټرونو وصلول، د متحدو ایالتونو د نړېوالې پراختیا ادارې د ښاروالیو د ملاتړ برنامې یا رمپاپ برخه ده، چې درې کاله وړاندې پیل شوې او په دېرشو مرکزي او شاوخوا شلو د ولسوالیو کچې ښاروالیو کې فعالیت کوي. د دې برنامې په چوکاټ کې په ښاروالیو کې د زېربنا جوړونې، ظرفیت لوړونې، ساختار رغونې او اصلاحاتو پر پروژو څه د پاسه دوه سوه ملیونه ډالر لګېدلي دي.
د ډاټا سنټرونو پروژه سمدستي په شپږو ښاروالیو کې بشپړه شوې او پاتې څلورویشت ښاروالیو کې به هم په نژدې راتلونکې کې بشپړه شي. د دې پروژې بشپړیدل د بریښنایي حکومتوالۍ لرلید د بنسټیزیدو پر لور د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې اساسي ګام دی.
د سیمه ییزو اورګانونو خپلواکه اداره باور لري، چې د سیمه ییزې حکومتوالۍ له چارو سره تړلي صلاحیتونه به، ګام په ګام له مرکز څخه سیمه ییزې کچې ته ولېږدوي؛ خو د نظام د مرکزیت اصل ته په پاملرنې به له ټولو محلي برنامو او فعالیتونو د څارنې او همغږۍ پ�� هدف داسې میکانېزمونه رامنځته کړي، چې محلي حکومتوالي به په ډېرو سیمه ییزو چارو او برنامو کې د پرېکړې او پلان جوړولو واک ولري، خو له مرکز سره به په بشپړه توګه همغږې وي.