تاند- د بریتانیا د یوې ورځپاڼې د راپور له مخې د جرمني مشهورې ماډلې کلودیا شیفر د یو ملیون او ۶ لکه امریکايي ډالرو په وړاندې د یوه عرب مېلمستیا رد کړه.
ګارډین ورځپاڼې لیکلي، ۴۲ کلنې کلودیا شیفر په یوه تلویزیوني مرکه کې افشا کړه چې دې د یوه عرب ملیونر مېلمستیا، چې شپاړس لکه ډالر یې هم ورسره ورکول، رد کړه خو یوې بلې ماډلې د دغه عرب ملیونر بلنه ومنله او شپاړس لکه ډالر یې ترې واخیستل.
دې نه د بلې ماډلې او نه د عرب ملیونر نومونه واخیستل.
شیفر د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې عموماً د فېشن ماډلې او فلمي ستورې د عربانو داسي بلنې مني خو په سلو کې ۱۵ یې ردوي.
شیفر دا هم وویل چې تر دې پخوا هم دې ته ورته بلنې ورکړای شوي او دا ډول خبرې ورته د حیرانتیا وړ نه دي.
دا خو څه نوی خبره نه ده
اروپایان یو متل لری وای
عربان خره دی او میتیازی [ بولې ] یی تیل دی
رخمان بابا وینا ده
دین یی دام د مخلوقاتو مخ کې یښی
پری را اړوی وحشیان دا مخلوقات
———–
مننه