د بدخشان د لاجوردو د يوه کان پر سر د دوو ځايي قومندانانو وسله واله شخړه يوې مياشتې ته رسېږي.

دغه کان په کران او منجان کې دی او پخوا رسنيو ويلي وو، چې طالبانو ورباندې بريد کړی، خو اوس سرچينې وايي، چې ځايي قومندان مالک پر کان تسلط موندلی او د ولسي جرګې د غړي پلويان يې چې د کان قرارداد ورسره وو، پسې اخيستي دي.

مالک له زلمي مجديدي څخه د کان په قرارداد کې شراکت غواړي.

سرچينې وايي، له يوې مياشتې راپدېخوا د بدخشان ولايت د کران منجان د لاجوردو د کان پرسر د دوو قوماندانانو تر منځ جګړه روانه ده او يو بل ته يې مرګ ژوبل هم اړولې ده.

د سرچينې په خبره په جګړه کې د جمعيت ګوند د قومندان مالک او د ولسي جرګې د يوه غړي  او ددې کان د قراردادي زلمي مجديدي د ورور اسدالله مجديدي تر منځ چې د کان د ساتنې مسووليت لري، وسله واله نښته شوې ده.

د بدخشان د ولايتي شورا يو کانديد محور ته وويل، چې په دې جګړه کې لسګونه کسانو ته مرګ ژوبل اوښتې ده. د ده په خبره په دې وروستيو کې د کان پر سر جګړې زور اخستی، چې د ولسي جرګې، کانونو وزارت، کورنيو چارو وزارت او همدا ډول د ولايت له لوري يادې سيمې ته يو پلاوی هم استول شوی وو، خو هغوی د لانجې په حل کولو ونه توانېدل: ((که ستونزې ته په بېړه سره د اواري لار پيدا نشي، نو ددې ډېره شونتيا شته، چې يو لوری به له وسله والو طالبانو سره يو ځای شي.))

د کانونو د برخې يو متخصص چې دا موضوع له نېږدې څاري وايي، له تېرو شلو کلونو راپدېخوا د زلمي مجديدي کسانو له هغو کان کيندونکو باج اخيست، چې دلته به يې کيندنې تر سره کولې.

ده زياته کړه، کابو کال دمخه مجديدي دا قرارداد وګاټه او نور کان کېندونکي يې ترې وايستل، چې بالاخره له هغه ورځې دا مسئله ترينګلې شوه ده: ((د زلمي مجديدي ورور اسدالله مجديدي له وړاندې ددې کان ساتنه پرغاړه لرله، چې پر وړاندې يې خنډونه پيدا شول، ځکه چې هغه له خلکو سره ناوړه چلند کاوه.))

دی وايي، ددې لانجې تر شاه ستر لاسونه دي، چې په وزيرانو شورا کې هم بحث پرې شوی دی: ((په دې مسئله کې د افغان حکومت لوړ پوړي چارواکي هم سره وېشل شوي او اوس په کان د قومندان مالک کسانو واک ټينګ کړی، بل چاته د سپړنې اجازه نه ورکوي.))

د روان کال د مرغومي په دېرشمه راپورونه ورکړل شول، چې د کران منجان ولسوالۍ د لاجوردو کان يوه برخه د وسله والو طالبانو له لوري محاصره شوې، خو اوس ويل کېږي، چې دا محاصره د طالبانو له لوري نه، بلکې د جمعيت ګوند د قومندان مالک له لوري وه.

د بدخشان چارواکي وايي، خپلسري وسله وال استدلال کوي، چې له تېرو څو کلونو راهيسې په سيمه کې اوسېږي او بايد د کان له عوايدو دوی هم برخمن شي.

بلخوا د بدخشان امنيه قومندان جنرال فضل الدين عيار محور ته وويل، چې نښته د عامه ساتنې د يوه قومندان، اسدالله مجديدي چې د کان ساتنه يې کوله او د کران منجان د خلکو ترمنځ شوې ده. عيار زياته کړه، د کان ساتونکو او پخواني قومندان اسدالله له خلکو سره ناوړه چلند کولو، نو له همدې امله يې په يو بل باندې بريد کړی دی: ((د بريد په پايله کې يوازې دوه کسان وژل شوي دي او د همدې ستونزې د اوارې په خاطر سيمې ته د عامه ساتنې بله ډله استول شوې جنګ ارام شوی دی.))

جنرال عيار وايي، تر ډېره نامسوول وسله وال په بدخشان کې د کانونو په برخه کې ناقانونه سپړنې کوي او ستونزې زيږوي، چې کله ناکله د همدوی ترمنځ د خپلمنځي شخړو لامل کرځي.

دی زياتوي، دغه ډول کړنې وسله والو مخالفينو ته لار اواروي، چې هغوی هم خپل فعاليتونه ګړندي کړي او له دې ډول وضعيت نه ګټه پورته کړي.

د بدخشان ولايت سيمه ييز چارواکي وايي، نور کانونه هم د ځينو کسانو له لوري په خپلسري ډول ايستل کېږي او د دغو قيمتي ډبرو عايد د طالبانو او ناقانونه وسله والو جيبونو ته ځي.

د بدخشان لاجوردو کان د نړۍ په کچه له اوچت کيفيت څخه برخمن هغه دى، چې په ټولو زېرمو کې شته لاجورد يې ١٢٩٠ ټنو ته رسېږي او يوازې د بدخشان د سرسنګ په سيمه کې ١٤١ ټنه لومړۍ درجه لاجورد او ٦٥ ټنه دويمه درجه لاجورد تثبيت شوي دي.

هڅه مو وکړه چې په دې اړه د بدخشان د خلکو د استازي زلمي مجديدي او د جمعيت ګوند د قومندان مالک نظر هم واخلو خو له هڅو سره سره پرې بريالي نشو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *