افغانستان ولې هېرېږي ؟

   د بلجیم په پلازمینه بروکسل کې دا ځل د ناټو او ایساف دفاع وزیرانو په دوه ورځينۍ عمومي ناسته کې  د بهرنیو هېوادونو په لړ کې افغانستان او اوکراین دوه هغه هېوادونه وو، چې د دغړو هېوادونو له خوا یې په وروستیو حالاتو بحثونه وشول. د اوکراین د بحران په اړه، چې د تاوتریخوالي او شخړو له پېښو ډک و او اوس هم دوام لري؛ د امریکا، ناټو روسیې تر منځ لفظي شخړې په ډېرېدو دي او وېره ده چې ددې شخړو سیوری به په افغانستان کې د امریکا ، ناټو او ایساف په نیمګړې جګړه  او پای ته رسېدونکي پوځي ماموریت پرېوځي.

   وروسته له هغه چې په کیف کې د اوکراین د حکومت او لاریونانو تر منځ شخړو زور واخیست، لاریون کوونکي تر سخت مقاومت وروسته بریالي او ددې هېواد ولسمشر یې د واک پرېښودو ته اړ کړ، چې له واکه لاس په سر شي. روسیې له دې اقدام نه وروسته د اوکراین یو پوځي ډګر په خپل واک کې واخیست او د روسیې پارلمان ددې هېواد ولسمشر ته اجازه ورکړه، چې د روسي وګړي د خوندیتوب لپاره اوکریان ته سرتېري واستوي او دا پرېکړه عملي شوه.

   خو د اکراین لومړي وزير د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین غوښتنه وکړه،  چې خپل ځواکونه  دده له هېواده زر تر زره وباسي او ګواښ یې کړ، چې د روسیې دا اقدام له اکراین سره د جګړې د اعلانولو په مانا دی.

د روسي دا اقدام د ځینو نړیوالو غبرګونونو سره مخ شو.د امریکا ولسمشر بارک اوباما  هم خپل روسي ساري  ولادیمیر پوتین ته په څرګندو ټکو وویل، چې روسیې اوکراین ته د ځواکونو په استولو له نړیوال قانون نه سرغړونه کړې ده. خو د روسیې ولسمشر په ځواب کې ویلي چې روسیه د دې حق لري چې اوکراین کې د خپلو ګټو او خلکو دفاع وکړي.

  د اکراین د ملي امنیت او دفاعي چارو شورا د دې هېواد د بهرنیو چارو وزارت ته دنده ورکړی چې د امینت د ټینګښت له پاره دې له امریکا او انګلستان مرسته وغواړي.د یکشنبې په ورځ د ناټو عمومي سرمنشي هم په امریکا غږ وکړ، څو خپل سرتېري له اوکراین بېرته وباسي او د دې هېواد په نورو برخو کې له لاس وهنو ډډه وکړي.

په اوکراین د روسیې د یرغل پر وړاندې د امریکا او ناټو تند غبرګون اوس وېره رامنځته کوی، چې هسې نه  د اوکراین او روسيې په دې شخړه کې د امریکا او ناټو زیاته ښکېتیا او هم د ناټو دفاع وزیرانو په ناسته کې پر اوکراین ځانګړي بحثونه افغان جګړه او په افغانستان کې د ناټو اوسنی ماموریت او راتلونکي پلانونه تر سخت اغېز لاندې راولي او یو ځل بیا به د عراق دجګړې غوندې په افغانستان منفي اغېز ولري.

  په مسکوکې مېشت افغان او د سیاسي چارو شننونکی شاه محمد بارکزی وايي، چې اوسمهال اوکراین د روسیې غوندې امریکا او ناټو ته هم مهم دی او فکر کوي، چې له دې سره به روسیې د اسیا په نورو هېوادونو کې هم ورته کړنو ته دوام ورکړي.هغه په دې له ملي باور سره په خبرو کې وویل:(( دا موضوع کاملا د افغانستان په جګړه او ماموریت تاثیر لري، کټ مټ لکه امریکا او ناټو چې د عراق جګړه نیمګړې پرېښوده او افغانستان ته یې مخه کړه، ممکن اوکراین هم نور سیمه ییز ابعاد ولري، نورې شخړې ترې پیدا او امریکا د یوې بلې لسیزې جګړه کې هم را ښکېل شي.))

   د ښاغلي بارکزي په باور، په داسې حال کې چې ۲۰۱۴ له افغانستان څخه دنړیوالو ځواکونو د وتلو کال دی او له افغانستان سره د نړیوالې ټولې ډېرې ژمنې لا نیمګړي پاتې دي نو ممکن افغانستان هېر او د امریکا متحدین په یوه نوې جګړه او نا څرګند ماموریت ورګډ شي.

نړیوال غبرګونونه

   له ناټو او امریکا  وروسته د نړۍ اوو سترو صنعتي هېوادونو  هم د یوې اعلامیې په خپرولو اوکراین کې د روسیې پوځ اقدام غندلی او د اوکراین د ټولې ځمکنۍ بشپړتیا ملاتړ یې اعلان کړی او شویی یرغل یې د د اوکراین پر ځمکنۍ بشپړتیا او ازادۍ ښکاره تېری بللی دی.همدارنګه ناټو پر روسیې غږ کړی چې له اوکراین خپل ځواکونه وباسي او په دواړو لورو یې د کړکیچ د سوله ییز حل غږ وکړ.

  خو ویلادیمیر پوتین د جرمني لومړۍ وزیرې انګیلا میرکل ته څرګنده کړې چې په اوکرایین کې روسي وګړي او په روسۍ غږېدونکي اوسېدونکي د سخت دریځو نژاد پرستو له خوا له “پرله پسې” ګواښونو سره مخامخ دي.امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري نن (د مارچ ۴مه) کییف ته سفر کوي، نوموړي ګواښ کړی، چې په دې کار سره ممکن روسیه د د اتو سترو صنعتي پرمختللو هېوادونو (G8) له ډلې وایستل شي.

د کرزي نېکې هیلې او شدیدقهر

  بل خوا ولسمشر حامد کرزي په خپلو تازه څرګندونو کې یو ځل بیا په لوديځ نیوکه کړې، چې په افغانستان کې یې یوازې د خپلو ګټو لپاره جګړه کړې. د راپورونو له مخې ښاغلي کرزي د تېرې شنبې په ماښام ارګ کې د واشنګټن پوسټ خبریالانو سره تر مرکې وروسته وویل، چې د امریکا ولس ته یې نېکې هیلې او حکومت ته یې شدیده قهر ورسوي.

ښاغلي کرزي واشنګټن پوسټ ورځپاڼې ته ویلي چې؛ غربیانو د افغانستان په جګړه کې د خپلو ګټو لپاره کارکړی او د افغانستان ګټې له پامه غورځول شوې دي. دده په وینا، چې  په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو د عملیاتو په ګډون، د جګړې مرګ ژوبلې سخت خواشینی کړی او دا چې امریکا په پاکستان کې د وسله والو طالبانو پناه ځایونو ته کافي توجه نه کوي، د فریب احساس ورکوي .

کرزي په دې مرکه کې ویلي، چې  افغانان په داسې جګړه کې ووژل شول چې؛ د هغوی خپله نه ده. په دغه مرکه چې د یکشنبې په ورځ خپره شوې راغلي، چې په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ دولس کلنه جګړه، د امریکا د ملي امنیت او د غربيانو د ګټو لپاره وه .

One thought on “باور ورځپاڼه: د اوکراین شخړه او افغان جګړه”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *