تاند- د کاربون (Karbonn) په نوم یوه هندي شرکت وویل چې په دوو میاشتو کې به لومړنی موبایل ټېلفون راوباسي چې هم د اندرویډ او هم وینډوز فون په اپرېټنګ سیستمونو کار کوي.
د هندي رسنیو د راپور له مخې، سره له دې چې ګوګل، چې د اندرویډ اپرېټنګ سیستم خاوند دی، او مایکرو سافټ، چې د وینډوز فون د اپرېټنګ سیستم څښتن دی، په خپل منځ کې سیالان دي او له یو بل سره یې اړیکې ښې نه دي خو هندي کمپنۍ وايي چې د دواړو شرکتونو (مایکروسافټ او ګوګل) موافقه یې ترلاسه کړې او د هغوی په اجازه یې دا نوی موبایل ڼېلفون جوړ کړی دی.
د کاربون هندي کمپنۍ استازي وویل چې شپږ میاشتې پخوا یې د دې موبایل ټېلفون د جوړولو لپاره د مایکرو سافټ اجازه ترلاسه کړه.
تراوسه پوري د دغه ټېلفون د وړتیا او وسایلو په اړه دقیق معلومات نه دي ورکړای شوي خو اټکل کېږي چې د نړۍ یو تر ټولو ارزانه موبایل ټېلفون به وي.
very good news