تاند- مایکرو سافټ تقریباً یوه میاشت وروسته د وینډوز ایکس پي ملاتړ () پای ته رسوي خو هغه کسان چې لا هم په خپلو کمپیوټرونو کې ایکس پي سیستم کاروي کولی شي چې په وینډوز ۷ یا ۸ یې واړوي.

د نیو وین (newwin) خبري ویبپاڼې د راپور له مخې مایکرو سافټ د اپریل له اوومې /حمل ۱۹مه/ د ایکس پي ملاتړ بس کوي. خو خلکو ته دا امکان برابروي چې د خپل کمپیوټر سیستم په وړیا ډول په وینډوز ۷ یا ۸ واړوي.

حاضردمه به یوازې په انګلیسي ژبه دا سیستم اوړي خو کېدای شي په راتلونکو څو ورځو کې په نورو ژبو هم ممکن شي.

که د کمپیوټر ایکس پي مو قانوني وي سر له ننه یې بدله کړئ ځکه چې وروسته یې مایکرو سافټ نه سپورټ کوي. د وینډوز د بدلولو لپاره دې ویبپاڼې ته لاړ شې: windowsxp.com

وینډوز ایکس پي سیستم، چې ۱۳ کاله پخوا راووت، د نړۍ یو تر ټولو بریالی اپرېټنګ سیستم ګڼل کېده او ویل کېدل چې په نړۍ کې تر څلورسوه ملیونه زیات کمپیوټرونه وینډوز ایکس پي سیستم لري.

2 thoughts on “ډ وینډوز ایکس پي دوران ختم شو”
  1. کوم ارقام چي ورکړل سو چي ګواګي وینډوز ایکس پي په ۴ لکه کمپیوټرونو کي کارېدي، دا به زما په اند غلطه وي، څلور لکه هغې خو یې يوازي افغانستان پوره کولای ( که رسمي هغې هم وي، بیا یې هم شمېره کمه ده )

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *