نن په کندهارکي په ستاره اسيا صالون کي چي سوونوکسانوپکښي ګډون کړى وه دساداتو ترقيادت لاندي دګډو قومونودهماهنګۍ شورا په رسمي ډول پرانيستل سوه اورئيس ئې ښاغلى حاجي ولي شااغاوټاکل سو.

تردې مخکي هم په کندهار کي دقومونوداتحاد له پاره يو ارګان وه خورسمي بڼه ئې نه درلوده چي په راز کي ئې ښاغلي عبدالباقي نورزى وه خو په ننۍ غونډه کي دسيدانوترڅنګه دبيلابيلو قومونو قومي مشرانواوښاغلي نورزى وحاجي ولي شااغا ته دنوي دندي په وياړلونګۍ ور وتړله او واک ئې حاجي ولي شااغاته وسپاري.

حاجي ولي شااغا له ټولو سيدانو قومي مشرانو ملاامامانو او ښاغلي باقي خان نورزى څخه دمنني ترڅنګ دهغوي تير کارونه وستايل او وعده ئې وکړه چي زه به په راتلونکو وختونو کي په ايماندارۍ او صداقت ودې زوريدلي اولس ته خدمت کوم.

حاجي ولي شااغا په دولت کي له ځينو کړيو څخه سر ټکوي او وويل چي يونيم کال په موده کي چي ماته کومي دوسې راغلي دي واقعآ دردونکى دي او په ډېر بې رحمانه شکل له خلکو سره ظلم سوى دي،ښاغلي حاجي اغا ددولت پرخلکوږغ وکړي چي نور دخداي په خاطرله عام اولس سره ظلم مه کوي.

حاجي ولي شااغا غونډي ته په وينا کي وويل چي موږ به نوري څانګي دکندهارترڅنګ په هلمند ،زابل او روزګان او ځينو والسواليو کي فعاله کړو او دخلکو ستونزو ته به په لنډوخت کي دحل لاره پيداکړو

په درنښت

ارمان پوپل.

One thought on “د ساداتو تر قيادت لاندي د ګډو قومونو د هماهنګۍ شورا پرانيستنه”
  1. دقوم په نوم اودقومي چترلاندي هڅي دټولني په ګټه نه بلکه دقوم اواولس په نقصان تمام سوي دي . دقومي اختلاف اومذهبي اختلاف څخه په تاریخ کي پردیو ډیره ګټه پورته کړیده اونن هم دتمدن درواغجن مدعیان له دي وسیلي څخه دخپلو ګټو دساتني دپاره ګټه اخلي . تاریخ موږته دهمدغه دواړو اختلافوڅه دټولني اوقومونو پرضد دکاراخیستني شاهدي راکوي ولي موږ بیا هم دځینوموقع پرستواومنفعت پرستو دڅوکلیشه یی خبروپه لومه کي بند راسو دقومونو په نامه دشوراګانوتشکیل هیڅکله دقومي یووالي سره مرسته نه کړی ده اونه یی کوي بلکه دا ډول هڅي مقتدره حلقي په خلګوکي دنفوذې وسیلي په توګه استعمالوي اوپخپل منځ کي داولس دجنګولواودخپل اقتداردعمرداوږدولو دپاره تجربه سوي طریقه ده چه په هیڅ توګه باور نسي پر کیدلای . مننه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *