ولایتي ټاکنیزکمپیانونه کومې ستونزې لري؟
د ولسمشریزو ټاکنو له ټاکنیزو مبارز وروسته د ولایتي شوراګانو لپاره د کاندیدانو کمپاینونه هم پرون ورځ (د کب ۱۳مه) رسما پیل شول او ټاکل شوې چې د ټاکنو له ورځې به دوې ورځې مخکې پای ته ورسېږي، خو د ټاکنیزو شکایتونوکمیسیون ویاند نادرمحسني د ولایتي شوراګانو ټولو هغو کاندیدانو ته چې تحصیلي اسناد یې ستونزې لري او یا هم عمرونه یې له پنځه ویشتو کلونو څخه کم دي خبرداری ورکړ چې له کمپاین دې ډډه وکړي.
همدا اوس په کابل ښارکې د ولسمشرۍ د کاندیدانو ترڅنګ د ولایتي شوراګانو د ښځینه او نارینه کاندیدانو لوی او واړه تصویرونه ښکاري، په دیوالونو او لویو بیلبورډونو او ان د برېښنا پر پایو د کاندیدانو پوسترونه او تصویرونه لګیدلي او هره خوا یې شعارونه او بېلابېلې تبلیغاټي پاڼې لیدل کېږي.
دا چاره که څه په کابل کې یوه معمولي خبره او دومره ستونزمنه نه ښکاري، خو د هېواد د ځينو نا امنیو ولایتونو په ځينو لرو پرتو ولسوالیو کې د امنیو له امله د ولسمشرۍ د نوماندانو تصویرونه او تبليغاتي توکي نه ښکاري او اوسېدونکي یې هم د ولسمشرۍ د کاندیدانو په اړه ډېر معلومات نه لري، نو ګرانه به وي، چې د ولايتي شوراګانو کاندیدان او یا دهغوی پلویان دې په داسې سیمو کې کمپاین ته زړه ښه کړي.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ولایتي شوراګانو له ټولو کاندیدانو په مرکز کابل او ولایتونو کې غوښتنه کړې، چې باید خپلې ټاکنیزې مبارزې د قانون په چوکاټ کې ترسره کړي. ولایتي شوراګانو ته نږدې ۲۵۰۰ کسان کاندید دي، د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون بیا له هغو کاندیدانو، چې تحصیلي اسناد یې ستونزې لري او یا یې قانوني عمرنه وي پوره کړي، غوښتنه کړې چې کمپاین دې پیلوي.
د افغانستان د اساسي قانون له مخې د ولایتي شوراګانو غړي د حکومتي چارو د سمبالښت لپاره د هر ولایت د وګړو شمېر ته په کتلو ټاکل کېږي، چې د دغو شوراګانو شل سلنه غړي یې ښځې دي.د قانون له مخې، هغه کسان چې عمرونه یې ۲۵ وي، د افغانستان تابعیت ولري، په ولایتي شورا کې غړیتوب لرلی شي. همدارنګه هرکاندید باید له ۲۰۰ تر ۶۰۰ پورې د رای ورکوونکو کارتونه او یا هم د هغوی د ګوتو ټاپې ټاکنیز کمیسیون ته وسپاري او د نوم لیکنې پرمهال باید شل زره افغانۍ کمیسیون ته ورکړي.
ولایتي شوراګانو ته ټول ټال ۲۷۱۳ کسان کاندید شوي، چې ۳۰۸ یې مېرمنې دي او له دواړو به ۴۵۰ کسان د ۳۴ ولایتونو د ولایتي شوراګانو دغړو په توګه ټاکل کېږي، ددې ترڅنګ د ولسمشرۍ ۱۱ کاندیدانو ټاکنیز کمپاینونه په مرکز کې په چټکۍ خو په ولایتونو یو څه پڅ روان دي او حتی د ځايي اوسېدونکي په وینا داسې ولسوالۍ هم شته، چې تر اوسه په کې د کاندیدانو عکسونه او یا پوسټرونه نه تر سترګو کېږي. د میدان وردګو ولایت د چک ولسوالۍ اوسېدونکی احسان الله وايي، چې تر اوسه د دوی په ولسوالۍ کې د ولسمشرۍ د یوه کاندید عکس هم نه لیدل کېږي.
نوموړي ملي باور ته وویل، چې په دې ولسوالۍ کې حکومتي چارواکي د نا امنۍ له امله په انفرادي ډول تګ راتګ نه شي کولی، هغه زیاته کړه:(( تاسې که هلته راشی، نو داسې فکربه وکړئ، چې دا د افغانستان کومه برخه نه ده، ما له چک پرته د جلګې او جغتو ولسوالۍ هم لیدلې، د کاندیدانو هېڅ پوسټر موسټر په کې نه شته، طالبانو خبردارۍ ورکړی، چې که څوک کوم کاندید ته د کمپاین په تور ونیسي، نو سزا يې مرګ ده.))
د ننګرهار ولایت د خوګیاڼو ولسوالۍ اوسېدونکی محمد اجمل شېرزاد هم وايي، ګرانه به وي، چې په خوګیاڼو او څو نورو ولسوالیو کې دې د ولايتي شورا کاندیدان غونډې وکړي، هغه باورته وویل:(( دلته نا امني دې حد ته رسېدلې، چې که څوک په سیاست او ټاکنو هم خبرې وکړي، نو د حکومت پلوي او کمپاینر ټاپه پرې لګېږي، اوس وضعیت بدلون کړی، د پاچاهۍ کاندیدانو چې ونه شو کړی د ولایتي شورا کاندیدان خو بیا هېڅ کمپاین نه شي کولی.))
د امنیتي چارو شننونکي هم په دې اند دي، چې په ولایتونو کې به نا امني د کاندیدانو پر وړاندې ستره ننګونه وی، او ګرانه به وی، چې دوی دې په لرو پرتو سیمو کې خلکو ته خپلې کړنلارې ورسوي او یا دې هم خلک د وسله والو له وېرې په دا ډول غونډو کې برخه واخلي، د پوځي چارو کارپوه ډګروال عبدالصمدمایار په دې اړه ملي باور ته وویل:(( کله چې یو ولسوال یا یو بل مامور ولسوالیو کې په ډاډه زړه ونه ګرځي، نو کاندید او د کاندید نماینده به څنګه په ولسوالۍ کې وګرځي او خلک دې را غونډي، پخوانیو تجربو ته که وګورو، نو ولسوالیو کې رایې نه وې، خو صندوقونه یې ډک حساب شول.))
سرچینې زیاته کړه:(( له طالبانو دا تمه مه لرئ، چې په کاندیدانو دې زړه سوی وکړي، هغوی ان د ژمي له سره پاکستان ته نه دي تللي او یا اوس اوس ځان را رسوي.))
د زابل ولایت د ولايتي شورا اوسنی غړی او نوماند عبدالرحمن هوتکي وايي چي اتغر، شملزي، خاک افغان، نوبهار او دايچوپان هغه پنځه ولسوالۍ دي چي ورتګ امکان نه لري، هغه په دې اړه وویل:(( خاک افغان بشپړه د طالبانو لاس کې ده د دغي ولسوالۍ خو لار لا تړلې ده. هلته نه ولسوال، نه پوسته او نه هم عسکر شته، هېڅ هم نه شته .))
د کندهار ولایت د میوند ولسوالۍ اوسېدونکی او خبریال حکمت الله نورزی هم وايي، چې د دوی په ولسوالۍ کې حکومت کمزوری دی او تر اوسه د ولسشمرۍ د یوه کاندید کومه تبلغاتی نښه او پوسټر په کې نه شته. ښاغلي نورزی باور ته وویل:(( د کندهار ډېرې نورې ولسوالۍ هم دا ډول وضعیت لري، تصویرونه یوازې په ښار د ننه او ځينو لویو لارو کې دي، په ګاونډي هلمند کې هم دا ډول ستونزه موجوده، لکه باغران او موسی کلا چې تېره دوره کې هېڅ ټاکنې په کې نه وي او اوس هم هېڅ په کې نه دي شوې.))
د یادونې وړ ده، چې د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون ۶۸۴۵ مرکزونه د راتلونکو ولسمشریزو او ولایتي شوراګانو د ټاکنو لپاره په پام کې نیولي چې د امنیتي پلان تر جوړېدو وروسته له هغې ډلې د ۶۴۳۱ مرکزونو امنیت د ډاډ وړ بلل شوی وو.خو وروسته د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ۳۲۳ نورو مرکزونو د امنیت په اړه هم اندېښنه ښوولې وه.د افغانستان د کورنیو چارو وزرات وايي د هغو ۳۲۳ رایو ورکولو مرکزونو له ډلې یې د ۳۱۷ مرکزونو چارې سمبال کړي چې په وروستیو کې یې امنیت خوندي نه وو بلل شوی.
کورنیو چارو وزارت وایي، چې په مرکز کابل او ولایتونو کې به امنیتي ځواکونه د ولسمشرۍ د کاندیدانو د ټاکنیزو مبارزو ترڅنګ د ولایتي شوراګانو د کاندیدانو امنیت هم ټینګ کړي.د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي، په دې اړه د پوره تیاریو خبر ورکړ او په کابل کې یې خبریالانو ته وویل:(( ولایتي شوراګانو د کاندیدانو د ټاکنیزو مبارزو د امنیت ساتنه د پولیسو یوه کاري برخه ده چې باید امنیت یې ونیول شي.))
د یادونې وړ ده، چې ټاکنیز کمپاینونه د راتلونکي کال د وري میاشتې تر ۱۳ دوام لري او د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو ټاکنې د راتلونکي ۱۳۹۳ لمریږ کال د وري میاشتې په ۱۶ مه نېټه تر سره کېږي.