تاند- د اندونیزیا اوسېدونکي هر کال د ۱۵ ملیارده او ۱۰۰ ملیون ډالرو په ارزښت ۳۰۲ ملیارد سیګرېټه څکوي.
د اندونیزیا پوهنتون د نفوس پېژندنې د ټولنې له څېړنو سره سم، څه باندې ۲۶ فیصده اندونیزیایان سیګرېټ څکوي.
د اندونیزیا رسمي خبري اژانس د چهارشنبې په ورځ د دې څېړنې پایلې خپرې کړې، ویې ویل چې په ۲۰۱۳ میلادي کال په اندونیزیا کې د ورتېر کال (۲۰۱۲) په پرتله د سیګرېټ څکوونکو شمېر په سلو کې ۳۵ زیات شوی دی.
دا په داسي حال کې ده چې د نړۍ په پرمختللو هیوادونو کې کال په کال د سیګرېټ څکوونکو شمېر مخ په کمېدو دی.
په څېړنه کې ویل شوي چې د سیګرېټو د څکولو په وجه په ۲۰۱۰ میلادي کال په اندونیزیا کې یو لکو نوي زره او ۲۶۰ تنه مړه شوي ول.
اندونیزیا، چې د اسیا په جنوب ختیځ کې پروت دی، ۲۴۰ ملیونه نفوس لري چې د نړۍ څلورم او په اسلامي نړۍ کې لومړی ګڼ نفوسه هیواد دی.
تېر کال په یوه خبر کې ویل شوي و چې د اندونیزیا د جاوا ټاپو د سوکابومي د سیمې یو ۸ کلن ماشوم د ورځې ۴۰ سیګرېټه څکوي او له څلور کلنۍ څخه په سیګرېټ څکولو روږدی دی.