خبرپاڼه

نېټه : ١٣٩٢-١٢-١٤

کندهار، افغانستان– کورنيو چارو وزارت د سوېل زون د رايې اچونې د ورځې لپاره ښځينه محافظین روزي. 

په غونډه کي چي د کندهار والي د کار په دفتر کې جوړه سوې وه، د کورنيو چارو وزارت د تعليم تربيې عمومي قومندانۍ مدير مل پاسوال محمديوسف نظري، کندهار والي، مرستيال والي، د امنيه قومندانۍ د تعليم او تربيې مدير سمونوال عبدالله جان، د ټاکنو خپلواک کمېسيون رئيس، د ښځو چارو او پوهني رياستونو استازو ګډون کړى و. 

نظري وويل، د هغه تړون له مخي چي د کورنیو چارو وزارت او سیمه ایزو ارګانونو خپلواکه ادارې ترمنځ نوی په پلان کي لري چي د ټول زون په سطحه ښځینه محافظین وروزي.

نوموړي د کندهار د چارواکو څخه غوښتنه وکړه چي هر ولایت کندهار ۴۸۸، زابل ۸۸، دایکندي ۳۳۶ او له اروزګان څخه دي ۱۰۰ تنې ښځینه ور معرفي سي تر څو د انتخاباتو په ورځ د رایي اچوونکو سره د چلند اصول ورته تدریس سي.

کندهار والي پوهاند ډاکټر توريالي ويسا ياد ګام د ټاکنو د تنظيم په برخه کې ګټور وباله او ويې ويل، چي د کندهار ولایت څخه ښځینه پرسونل دوی ته معرفي سوی، خو ويسا ټينګار وکړ، چي ښځينهپرسونل ته د نظامي روزني سربیره بايد د ټولنپوهني،  له خلکو سره اجتماعي برخورد او ټولنيز اخلاق هم تدریس سي.

ښاغلي ويسا وويل: “د انتخاباتو په ورځ د انتخاباتي مرکزونو د امنیت لپاره د ښځو ونډه زياته مهمه ده. خو د دوى پر اخلاقي او تربيوي روزنې بايد ډېر ټينګار وسي.”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *