تاند- اندرویډ سمارټ یا لمسي مېز، چې (Platform46 Coffee) نومېږي، جوړ شو. دا سمارټ مېز په حقیقت کې ۴۶ اینچه شیشه ده چې هر راز لوبې یا ګېمونه، سافټ وېرونه یا نرمکالي … لري او پر دې سربېره هر څه چې د چا خوښ وي، پکې نصب (انسټال) کېدای شي.
دا مېز به هم په وینډوز ۷ او هم وینډوز ۸ او انډرویډ سمبال وي.
د دې سمارټ یا لمسي مېز (LCD) ایل سي ډي شیشه ۱۰۸۰ پیکسله ده.
شیشه یې ښه کلکه ده، د اوبو په وړاندې مقاومت لري او هر شی پرې ایښودلی شئ، که اوبه، چای یا بل راز څښاک پرې چپه شي تاوان نه وراړوي. د دې معنا دا ده چې نور به دې ته اړتیا نه لرئ چې کمپیوټر ته جلا مېز واخلئ بلکې له همدې مېزه به هم د کمپیوټر کار اخلئ او هم د مېز.
رم یې ۱۶ ګېګابایټه او ډیسک یې ۵۰۰ ګېګا بایټه دی.
د دې مېز بیه به، چې راتلونکی کال به بازار ته راووځي، ښايي شاوخوا ۷ زره ډالره وي خو د هرې بلې الیکترونیکي وسیلې په شان چې په پیل کې ګرانه وي، دا به هم وروسته ارزانه شي.