د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکه اداره

خبرپاڼه

د ښځو د پیوستون نړېواله ورځ د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې د جنډر چارو د همغږۍ آمریت له لوري د یو لړ مراسمو په ترڅ کې ونمانځل شوه.

په دې مراسمو کې د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې لوی رییس عبدالخالق فراهي، د ادارې معینانو، رییسانو او ښځینه کارکوونکو برخه اخېستې وه.

په پیل کې د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې لوی رییس عبد الخالق فراهي، د ښځو د پیوستون نړېوالې ورځې د اهمیت په اړه خبرې وکړې او دا ورځ یې د نړۍ په تاریخ کې د ښځو د سیاسي حیات د عطف ټکی وباله. د نوموړي په خبره د ښځو د پیوستون د نړېوالې ورځې نمانځل موږ ته را یادوي، چې د انسانانو یو ستر ټولی لاهم په سیاسي او اجتماعي ژوند کې له بشپړې ونډې اخېستنې بې برخې دی.

فراهي زیاته کړه، چې افغان دولت په تېرو کلونو کې، په سیاسي او اجتماعي عرصو کې د ښځو د فعالیت او حضور د ډېرولو لپاره قوانین او پالیسۍ رامنځته کړې دي، خو د دې حضور د یقیني کولو لپاره لا ډېرو عملي ګامونو ته ضرورت دی.

د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې، د اداري او مالي چارو معین عبد المتین بېک وویل: اداره یې یواځنی حکومتی ارګان دی، چې پر تر ټولو لوړو دندو یې ښځو ته د کار فرصتونه برابر کړي دي. نوموړي د بامیان د پخواني والي دندې ته په اشارې زیاته کړه، چې ښځو ته د کار د مناسب چاپېریال د رامنځته کولو په هدف یې تېرکال د هر ډول تبعیض پر وړاندې د مبارزې لارښود جوړ کړ او د دې  لارښود تعهدات  د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې د هر نوي اسختدامېدوونکي کارکوونکي لخوا لاسلیک کېږي.

بیک زیاتوله، چې د اسختدام په پروسه کې یې د مېرمنو د جذب لپاره شرایط اسان کړي دي او دا د ښځو ته د کاري فرصتونو د برابرولو لپاره د حکومت ژمنتیا ښيي.

بیک وویل، تر چې ښځې له اقتصادي اړخه په خپلو پښو ونه درېږي، وړ ټولنیز موفق نه شي ترلاسه کولای او دا هغه وخت کېږي، چې د دوی لپاره د زده کړو او کار فرصتونه ډېر شي.

د مراسمو په پای کې، د جنډر چارو د همغږۍ آمریت له لوري برابرې شوې ډالۍ د غونډې پر ښځینه کار کوونکو و وېشل شوې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *