خبرپاڼه
نېټه : ١٣٩٢-١٢-١٤
کندهار، افغانستان– د کندهار د امنیتي مجلس په اوونیزه امنیتي غونډه کي د دغه ولايت په ټولنیزو رسنیو کي د مستعارو نومونو يا ايډيانو د جوړولو او استعمال د مخنیوي امر وسو.
د امنیتي مجلس په غونډه کي د کندهار والي تر څنګ مرستیال والي، د ولایتي شورا استازو، د ټاکنو د خپلواک کمېسيون رئیس، د ای��اف او افغان ملي امنیتي ځواکونو مسوولینو او قومندانانو ګډون درلود.
د امنیت شورا رئیس او کندهار والي پوهاند ډاکټر توریالي ویسا امنیتي مسوولینو او قومندانانو ته سپارښتنه وکړه، تر څو هغه خلک چي په فېسبوک، ټویټر او نورو ټولنیزو انټرنیټي پاڼو کي جعلي ادرسونه لري او په مستعارو نومونو د خلکو، قومي مشرانو او یا قوم سپکاوى کوي، ډېر ژر د قانون منګلو ته وسپاري. ښاغلي ویسا زیاته کړه، په مستعارو نومونو د خلکو، ټولنو او دولت سپکاوی او په هغوى پسې بېځایه تخریب هغه ستونزه ده چي اوسمهال موږ ورسره لاس او ګرېوان یو.
دغه راز کندهار والي زیاته کړه، په ولسوالیو کي د ټاکنو د خپلواک کمېسيون د مبلغینو او ناظرینو د امنیت د خوندیتوب په موخه دي کوټلي ګامونه واخیستل سي، تر څو مبلغین او ناظرین په ښه ډول د ولسوالیو خلکو ته د انتخاباتو په اړه مالوماتو ورسوي.
د نن ورځي د امنیت شورا په غونډه کي ټولو امنیتي مسوولینو او قومندانانو کندهار والي ته په ښار او ولسوالیو کي د ښه امنیت د ټینګښت ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه چي په پوره صداقت او مېړانه به د وطن او خلکو ساتنه کوي.
هغوى وویل، د تيري اوونۍ په ترڅ کي یې په ښار او ولسوالیو کي یو شمېر چاڼیز او تصفیوي عملیات کړي، چي په جریان کي یې ګڼ شمېر وسله وال طالبان وژلي او ژوندي نیولي دي او د عملیاتو پر مهال یې زیات شمېر وسلې او چاودېدونکي توکي هم نیولي دي.