تاند- د ولسمشرۍ کاندید قیوم کرزي نن اعلان وکړ چې د ولسمشرۍ له کاندیداتورۍ تېرېږي او د حمل د شپاړسمې نېټې په ټاکنو کې د زلمي رسول ملاتړ کوي.

قیوم کرزي په یوه خبري غونډه کې، چې زلمی رسول یې ترڅنګ ولاړ و، وویل:«ما ځان د خلکو د ګټو او د افغانستان د پرمختګ په خاطر کاندید کړی و. زه هغه هدفونه، چې په انتخاباتو کې مې په پام کې نیولي و، له ډاکتر زلمي رسول سره په یووالي کې وینم.»

ښاغلي کرزي همداراز وویل:«موږ دا یووالی د افغانستان خلکو ته اعلانوو. موږ باور لرو چې زموږ ټیم به د دې نوي ايتلاف مهمه برخه وي.»

په غونډه کې زلمي رسول وویل:«دا پرېکړه ډېره ضروري او مهمه ده. له دې وروسته به دواړه ټیمونه د ۲۰۱۴ کال د ولسمشرۍ د انتخاباتو د ګټلو لپاره په ګډه هلې ځلې او سیالي کوي.»

ولسمشر حامد کرزي په ځلونو د قیوم کرزي له کاندیدا سره مخالفت څرګند کړی و او په وروستیو کې یې هڅه وکړه چې د قومي جرګې له لارې قیوم کرزی د زلمي رسول په ګټه له کاندیداتورۍ لاس اخیستلو ته تیار کړي.

ځینو کاندیدانو او د سیاسي چارو کارپوهانو د ولسمشر کرزي دا هڅه غیرقانوني او په انتخاباتو کې د ولسمشر لاسوهنه بللې ده.

د نړیوالو رسنیو او عامو افغانانو په باور د قیوم کرزي له تېرېدو وروسته زلمی رسول له اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله وروسته درېم مهم کاندید ګڼل کېدای شي.

6 thoughts on “قیوم کرزي رسماً د زلمي رسول په ګټه له کاندیداتورۍ لاس واخیست”
  1. تاند چلوونکو او لوستونکوته سلامونه
    ده افغانستان کړیدلی ملت په خاصه توګه پښتانه دمصلحت مآب کرزی صاحب په حکومت کی دیر زیات وټکوول شوول خو له بدمرغه کرزی لس لکچی ده پښتنو په اصطلاح تورسپی څټلی نه شمالی ټلواله او نه یی هم امریکان خپل کړی شوو په پښتو او پښتنوته یی لا له واره شاکړی ووه. او پښتنو خو هم ده کرزی ده دغو کرغیړنو کړنو په ځواب کی تصمیم نیولی چی ده کرز اولیاو ته خو به لا رایه ور نه کړی ، که هرڅه وکړی کرزی به بیا خپله کورنی یی او نور تالی څټی لکه ځلمی رسول ، احمدضیامسعود او نور ده پشتنو ده اعتماد وړونه ګرځی نو داټولی منډی ترډی بی ځایی دی والله کی دی په ځلمی رسول خو ګټلی ووی مګر دا چی شمالی ټلوالی ده لنډه غرو په مرسته لوی ټګی او برګی ته لاس وانه چووی.دا په تذګره پښتانه او په ارزښتونوکی پښتون دښمنی څیره یی نور دی ملت ته ده منلو وړنه دی.. الله دی خپل یو نیک او خدمتګار بنده د دغه ملت مشرتابه ته ورسووی تر څوچی دپښتنو هغه له لاس وتلی عظمت بیرته ستون او ده هیواد سره له دوباره نه ودان شی.

    مسافر

  2. داډېر بد کار وشو
    زما په فکر حکومت په ټاکنو کې ډېره لاس وهنه کوي او ښايي چې هغه کس میدان ونه ګټي، چې خلک یې غواړي.

  3. بدبختانه او بیا هم بدبختانه چې د لوی کندهار د سیمې پښتانه نورو پښتنو ته ډېر په سپکه ګوري. حامد کرزي دغه کار یوازې د دې له پاره وکړچې له اشرف غني څخه د جنوب د خلکو رایې پرې کړي.

  4. ډیر ژر به ډبل عبدالله هم د ږلمی رسول به ګټه تیر سی او د تا کنو امر یکایی درامه به بشبړه سی. سربیره بردی داسی شکا ری چی تالبان به هم د کرږی د کاندید ملا تړ وکړی. خیر به یی غواړو
    مننه

  5. كرزي اخير كي زان وشرماوه
    دده مندي نتجه نه وركوي تيرو انتخاباتو كي درغلي وكره او خلگو يو سه رايي په دي خاطر وركري چي عبدالله يي ونه گتي له داواري خو غير له رشوت خورو او غاصبانو پرته هيسوك حاضر نه دي چي داسي انسان ته رايه وركري چي شزه او نر يي نه دي معلوم زكه دا شرعي نه دي چي ولسمشر دي بي …….وي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *