د اتصالات چيلنج کرکټ يو ورځنيو سياليو په درېيم کوارټر فاينل کې د لوګر ولايت لوبډلې غزني ولايت ته لوبډلې ته ماتې ورکړه.

د دريم کوارټرفاينل لوبې پچه لوګر وګټله او لومړى يې د توپوهنې پرېکړه وکړه، د لوګر لوبډلې په ټاکل شويو ٥٠ اورونو کې د ٥ لوبغاړو په سوځېدو ٢٩٦ منډې جوړې کړې، د لوګر له لوري عمران ٧٥، خان ولي ٣٦ او سميع ٣١ منډې جوړې کړې،  د غزني له لوري قيس دوه لوبغاړي وسوځول.

د غزني لوبـډلې ياد هدف ترلاسه نه شو کړاى او ټوله لوبـډله يې په ٢٣٩ منډو وسوځېدله او دغه راز لوګر دا لوبه د ٥٧ منډو په توپير سره وګټله.

د غزني له لوري صادق ٦٧، جنيد ٤٠ او ايوب معروف ٣٥ منډې جوړې کړې، د لوګر له لوري  عمران  او سميع الله درې درې لوبغاړي وسوځول.

دغې بريا سره د لوګر لوبډلې د دغو سياليو نيمه پاى لوبې او د اتصالات ايليټ کپ يا لومړى ډويژن سياليو ته لاره پيدا کړه.

د ٢٤ ولايتونو ترمنځ د اتصالات چينلج کپ سيالۍ په ننګرهار ولايت کې پيل شوې چې له دې څخه به څلور لوبـډلې د لومړۍ درجې ولايتونو سياليو ته لاره پيدا کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *