پنجشنبه، کابل د کب ۱۵ مه
د پوهنې برخې ته د ښو خدمتونو، ښې پلانګذارۍ، ښه مدیریت او پیاوړي شخصیت له امله د افغانستان د پوهنې وزیر ښاغلي فاروق وردګ ته د سرو زرو مډال ورکړل شو.
دغه مډال په کابل کې د دوو علمي او کلتوري ادارو ژوند ګروپ آف کمپنیز او ګرین موشن لخوا د کار سړي په نامه پروګرام کې ورکړل شو. د ژوند ګروپ آف کمپنیز مشر یاد مډال د هغو چارواکو لپاره د تشویق او ستاینې یوه وسیله وبلله، چې د هیواد لپاره بنسټیز کارونه کوي او په خپلو چارو او مسوولیتونو کې ښه ځلېدلي دي. هغه وویل، چې پخوا تر دې په افغانستان کې داسې دود و، چې د ژوندیو قدر چا نه کاوه او ټول د کار سړي به تر مرګ وروسته لمانځل کېدل، خو اوس دا کلتور بدل شوی او مشران او د کار خلک مو په ژوند کې لمانځل کېږي او ستاینه يې کېږي.
د پوهنې وزیر ښاغلي فاروق وردګ د پروګرام له ج3وړوونکو مننه وکړه، چې دپوهنې په برخه کې د شویوکارونو ستاینه او قدردانی یې وکړ. هغه ټینګار وکړ، چې معارف ته به نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کوي او تر هغو به دغه هڅې جاري ساتي، چې زموږ هیواد په پوهنیز ډګر کې د نورو سیال نه شي. ښاغلي وردګ زیاته کړه، چې د ولس د همدې ډول ملاتړ او هڅونو په پایله کې همدا اوس د افغانستان ۱۰ نیم میلیونه ماشومان او زلمیان ښوونځیو ته ځي، ۱۶۶۰۰ ښوونځي فعال دي او د هیوادوالو د سواد او زده کړې کچه د لوړېدو په حال کې ده.
نوموړي وویل: ” یاد مډال زما پر اوږو یو بل داسې دروند پېټی دی، چې تر پخوا ډېر رانه د پوهنې په برخه کې د کارونو او خدماتو غوښتنه کوي. ددې پېټي د ځای ته رسولو په موخه به شپه او ورځ کار کوم او خپل هیواد به د علم په ډګر کې د سیالانو سیال جوړوم.”
د یادونې وړ ده، چې ژوند ګروپ آف کمپنیز او ګرین موشن ادارې هر کال د کار سړي په نامه مډالونه هغو هیوادوالو او چارواکو ته ورکوي، چې په خپلو کاري برخو کې یې سترې او مهمې لاسته راوړنې لرلې وي.
په درنښت
د پوهنې وزارت د نشراتو او اطلاعاتو ریاست