دپکتیکا په ولایت کي لسو مدني ټولنو او یوشمیر قومي شوراګانو دپکتیکاولایت په مرکز ښرنه کي دیوې پراخي غونډي په جوړولو سره په ولسمشریزو ټاکنو کي له ډاکټر اشرف غني احمدزي څخه خپل ملاتړ اعلان کړ.
دغه غونډه چي شاوخوا ۶۰۰ تنو ځوانانو او قومي مشرانو پکي ګډون کړی وو ټولو ګډونوالو ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند ډاکټر اشرف غني احمدزی د ولسمشرۍ د چوکۍ لپاره وړ کس وباله .
هغوی چي باربار يي د اشرف غني احمدزي د زنده باد شعارونه يې ورکول په خپلو ویناوو کي یي هم د ډاکټر اشرف غني احمدزي په وړتیاوو او استعداد هر اړخیزي خبرې وکړې.
دپکتیکا ولایت د مدني ټولنو د همغږۍ ددفتر مشر یعقوب خان منظور په خپلو خبرو کي وویل چې ډاکټر اشرف غني احمدزي بیوګرافي کچیري څوک په دقیق ډول سره مطالعه کړي نو دا به ورته معلومه شي چي یوازي دۍ کولۍ شي افغانستان له اوسني بد اقتصاي او سیاسي ناورین څخه سم لور ته رهبري کړي هغه وویل د پکتیکاولایت ټولي شته مدني ټولني د کوم امتیاز په مقابل کي نه بلکي دده شخصیت ته په کتو سره له نوموړي څخه خپل ملاتړ کوي.
دپکتیکا د والي پخواني مرستیال او قومي مشر جومحمد ګیانوال هم په خپلو خبرو کي د ډاکټر اشرف غني احمدزي پر شخصیت خبري وکړي او زیاته يي کړه چي له نوموړي ته ځکه رایه ورکوي چي له فساده پاک انسان دی.
دغونډي یوتن ګډونوال قومي مشر عبدالصمد شهید پلار په خپلو خبرو کي وویل چي ډاکټر اشرف غني احمدزۍ د نړي په سطحه دوهم متفکر شخصیت ده او افغانان باید دده له مفکورو څخه ګټه پورته کړي.
ددې ترڅنګ یوشمیر نورو قومي مشرانو او ځوانانو له ډاکټراشرف غني احمدزي څخه د پکتیکا ولایت لپاره بیلابیلي غوښتني وکړي او ويي ویل کچیري نوموړي ولسمشر شي نو په پکتیکا باید د بیا رغوني،ښووني او روزني او دځوانانو ته دکاري زمیني د برابرولو په برخه کي ډیره توجه وکړي.
په پکتیکا ولایت کي د اشرف غني احمدزي د سیمه ایز دفتر مشر خورشید امان کټوازي په خپلو خبرو زیاته کړه چي دپکتیکاوالو ټولي غوښتني يي په اشرف غني احمدزي منلي او ويي ویل چي نوموړۍ به پکتیکاولایت ته هم په نږدې راتلونکي کي یو سفر ولري او یادي ټولي غوښتني به بیا هم ورسره شریکي کړو.
یوشمیر نورو قومي مشرانو او ځوانانو هم د ډاکټر اشرف غني احمدزي پر شخصیت خپلي لیکل شوي مقالي ګډونوالو ته ور واورولي او دبازار په واټونو او کوڅو کي تر زنده باد شعارونو وروسته غونډه د ماسپښین په ۲ بجو پای ته ورسیده.