کوټې ته ورننوتم، په لومړي نظر راته بې روحه ښکاره شوه. داسې څه پکې نه و چې له ژوندیو سره تړاو ولري. نه کتاب و، نه تصویر نه بوټی او نه هم رنګ.
دا راغله او ویې ویل، دا سپینه کوټه زما د ژوند سمبول دی خو لا تر اوسه بشپړ نه دی. اوس مې یوه صحنه انځور کړې ده، ته یې وګوره او راته ووایه په کوم دېوال ی�� را وځړوم؟ انځور ته مې وکتل، یوه ښځه وه، چې د مخ پر ځای یې د زندۍ حلقه وه، څیري څیري کمیس یې پر ځان، د اغزو ترمنځ ولاړه وه.
ما ورته وویل: ستا د سپینې کوټې په شان دا هم بشپړ نه دی، ځکه په لاس کې یې د نړۍ لپاره رڼا نشته.
ورکه چوپتيا
هغه وخت چې درسره وم، له تا تاوېدم، درته غږېدم، تا نه ليدم، تا نه اورېدم. ته په خپل ځان کې ډوب وې، ته د يوې ورکې چوپتيا په لټه وې.
نن زه درسره نه يم. ما په خپلو شونډو د سکوت مهر ولګاوه او ځان مې ستا د ورکې چوپتيا په څپو کې ورک کړ. اوس زما پر ځای له تا چوپتيا را چاپېره ده. هماغه چوپتيا چې ته يې په لټه وې.
اوس چې درسره نه یم نو بیا مې د څه لپاره د ورکې چوپتیا په څېر، غږ د دنیا په شور کې لټوې؟
ښځه
د خپل ذهن له خاطراتو څخه یې یوه کیسه راته کوله. د خبرو انداز یې خوږ و. یوه شېبه به غلې شوه، ما به داسې فکر وکړ لکه د خاطراتو د کتابچې پاڼې چې اړوي. خپل الفاظ یې په خواخوږۍ سره نښلول. زه په ټولو حواسو ورته غوږ غوږ وم. له هرې خبرې مې خوند اخیست. د دې خبرو زموږ د ټولنې هر انځور یو په یو سترګو ته راته دراوه.
د کیسې په یوه برخه کې یې وویل: (تېلفون یې راته وکړ، د خبرو په اوږدو کې یې په نګه کلیواله لهجه او خورا فاتحانه غږ وویل: بخښنه غواړم چې د یوې ښځې ستاینه کوم!)
زه په خبرو کې ورولېدم ومې ویل، زه هم بخښنه غواړم خو ایا ده دا هېر و چې د ستاینو ښځه ته یې؟ دا موسکۍ شوه او ویې ویل: زموږ په ټولنه کې د ښځو ستايل خطا ګڼل کېږي!!!
د ساهره شریف له خاطراتو څخه