د ډاکټرمحمد اشرف غني د کمپاین عمومي مرکز
د ختیزو ولایتونو څانګه
مطبوعاتي خبرپاڼه
د کب ۱۶مه
په ختیځ کې د ډاکټراشرف غني د کمپاین د عمومي دفتر ترچترلاندې د کابل په سروبي ولسوالۍ او د کونړ په مرکز اسعد اباد کې د کمپاین درې نوي دفترونه پرانیستل شول.
همدا شان د جلال اباد ښار سلګونه ځوانانو او د نورستان یوشمېرقومي مشرانو د جلا،جلا غونډو په ترڅ کې د ډاکټراشرف غني له نوماندۍ څخه په جلال اباد ښارکې خپل ملاتړاعلان کړ.
سروبي:
د کابل-جلال اباد پرلویې لارې د کابل د پرتې ولسوالۍ سروبي دا سلګونه استوګنو په غوښتنه نن په دغه ولسوالۍ کې د ختیځ د کمپاین عمومي دفتر په همکارۍ د ډاکټراشرف غني د کمپاین سیمه ییزدفتر پرانیستل شو.
په دې اړه جوړه شوې غونډه کې قومي مخورو ملک ارسلاخان او ملک عبدالقدیم ملنګ یار د ډاکټراشرف غني له نوماندۍ څخه خپل ملاتړ اعلان کړ او د ډاکټراشرف غني په مشرۍ یې تحول او تداوم د افغانستان مهمه او پوره کیدونکې اړتیا وګڼله.
په ختیځ کې د ډاکټراشرف غني د کمپاین عمومي مسول الحاج احسان الله کاموال او د ډاکټرغني فرهنګي سلاکار استاد لال پاچا ازمون د سروبي والو د دغه ملاتړ او داوطلبانه قربانۍ مننه وکړه.
دوی له خلکو وغوښتل،چې په ټاکنو کې د پراخ ګډون ترڅنګ د خپلو رایو د پایلو نظارت وکړي او پرې نه ږدي،چې څوک د درغلیو له لارې د رایو برخلیک بدل کړي.
د غونډې په پای کې د ډاکټراشرف غني د کمپاین دفتر د ورغلي پلاوي او ځایي مشرانو لخوا پرانیستل شو.
ننګرهار:
د نورستان یوشمېرقومي مشران په جلال اباد کې د ډاکټراشرف غني د کمپاین د ختیځ زون عمومي دفتر ته راغلي وو او د دفتر له مشر احسان الله کاموال سره په لیدنه کې یې د ډاکټرغني له نوماندۍ څخه خپل ملاتړ اعلان کړ.
دوی همدا شان په نورستان کې د تحول او تداوم ټیم د کمپایني هڅو پراړتیا او ورته د خپلې امادګۍ په اړه وغږیدل،چې د زون د کمپاین مشر ورسره په دې اړه مفصلې خبرې وکړې.
بلخوا:د جلال اباد ښارد بېلا،بېلو پوهنتونونو او ښوونځیو ترپینځو سوو زیات محصلین او زده کوونکي نن په ننګرهارکې د ډاکټراشرف غني د کمپاین ولایتي دفتر ته ورغلي وو او د هغه له نوماندۍ څخه یې خپل ملاتړ اعلان کړ.
دوی ته په خبرو کې د کمپاین د ولایتي دفتر مسول او د ولایتي شورا غړي نصرت الله ارسلا د ډاکټرغني د طرحو په اړه معلومات وړاندې کړل.
وروسته څوتنو محصلینو د نورو په استازیتوب له ډاکټراشرف غني څخه خپل ملاتړ وښود او ورته یې په داوطلبه ډول د کمپاین ژمنه وکړه.
کونړ:
د کونړ په مرکزاسعد اباد ښارکې نن د ولایتي شورا یوه نوماند اجمل صافي او د سالارزو قومي شورا پرخپلو امکاناتو د ولسمشرۍ نوماند ډاکټراشرف غني ته د کمپاین جلا،جلا دفترونه پرانیستل.
د سالارزو قومي شورا مشرحاجي مرسلین او ولایتي شورا ته نوماند اجمل صافي وویل،ډاکټرغني د افغانستان ویاړ او ژغورنکی دی او دوی باوري دي،چې د پراخ ولسي ملاتړ په مټ به ټاکنې وګټي.
په کونړ کې د کمپاین ولایتي مسول ډاکټرجمال الدین له دغه داوطلبانه مرستې او ملاتړ له وجې مننه وکړه او ویې ویل،که ډاکټرغني بریالی شي د ولس زیاتې هیلې او ارمانونه به پوره شي.
د یادونې وړ ده،چې د ختیځ زون په هرولایت کې د زون د عمومي دفتر ترچتر او همکارۍ لاندې هره ورځ د مختلفو قشرونو سلګونه تنه د ډاکټراشرف غني له نوماندۍ څخه ملاتړکوي.
د ختیځ زون د کمپاین مطبوعاتي مسول:ارشاد رغاند