ارشیف

تاند- د هلمند ولایت په نادعلي ولسوالي کې نن/جمعه/ د یوې بمي چاودنې په پایله کې پنځه ملکیان ووژل شول او ۹ نور ژوبل شول.

راپورونه وايي چې بم په یوه موټر سایکل کې اېښودل شوی و خو داسي وخت وچاودېده چې بازار د خلکو له ګڼې ګوڼې ډک و.

د هلمند د والي ویندوی عمر ځواک وویل، چاودنه د نادعلي ولسوالي د ولسوال دفتر ته نژدې د کمپ په سیمه کې داسي مهال وشوه چې خلک د جمعې د ورځې په بازار کې د سودا په رانیولو بوخت ول.

که څه هم د هلمند د والي ویندوی د دې پېښې د ټپیانو شمېر ۹ تنه ښيي خو د هلمند د مرکز لشکرګاه د ایمرجنسي روغتون ډاکتران او مسوولان وايي چې دوی ته د دې پېښې ۱۱ ټپیان وروړل شوي دي. د روغتون مسوولان وايي چې ټول ټپیان عام خلک دي.

د دوی په وینا په ټپیانو کې د ۱۲ او ۱۴ کلونو ترمنځ ماشومان هم شامل دي.

ویل شوي چې د ځینو ټپیانو حال نازک دی او دا احتمال شته چې د تلفاتو شمېر زیات شي.

یوه حکومتي مامور وویل چې بم ډېر قوي و خو ده نور جزییات څرګند نه کړل.

چارواکو او عامو خلکو د دې پېښې مسولیت د افغانستان د دولت د وسله والو مخالفانو په غاړه واچاوه خو وسله والو طالبانو، چې عموماً دا ډول بریدونه کوي، تراوسه پوري څه نه دي ویلي او اکثره وخت د هغو پېښو په اړه له څه ویلو ډډه کوي چې دولتي چارواکي او امنیتي ځواکونه پکې ونه وژل شي.

ملګري ملتونه وايي چې د څه باندې اتیا فیصده ملکیانو د مرګ ژوبلو مسوولیت د طالبانو په غاړه دی خو طالبان یې نه مني.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *