تاند- دا الوتونکی موټر، چې پګاس نومېږي، د فرانسې په ستراسبورګ ښار کې (وایلن) کمپنۍ جوړ کړی دی. د دغه موټر، چې یوې حشرې ته ورته والی لري، اوږدوالی ۳۸ متره دی.
دا موټر تر ۳ زره مترو پوري لوړ الوت کولی شي او سرعت یې په هر ساعت کې له ۶۰ تر ۸۰ کیلومترو پوري دی خو که پر مځکه وي نو په ساعت کې تر ۱۰۰ کیلومتره پوري تللی شي او تر ۳ ساعتونو پوري په اسمان کې پاتې کېدای شي.
د فرانسې د پوځي وسلو ویندوی وویل چې پګاس د لږ مصرف او خوندیتوب له پلوه تر څرخکو یا هیلي کوپترو خورا ښه دی.
تراوسه پوري دا هوايي موټر لا بازار ته نه دی وړاندې شوی خو اټکل کېږي چې په پیل کې به یې بیه یو لک یورو وي. تمه ده چې د دې موټر لومړنۍ تجارتۍ نمونې په ۲۰۱۵ کال بازار ته وړاندې شي.
۳۸ متره اوږوالی؟ عجیبه ده،