/محمدعیسی ستانکزی

دغه مقاله مې څو کاله پخوا لیکلې وه  او له مختلفو کتابونوڅخه مې ماخذونه هم اخیستي وو خو هغه ماخذونه رانه ورک شول ځکه مې ډیره موده خپره نه کړه نن مې له ډیرو کلونو وروسته له ځان سره فکر وکړ چې که له ماخذ پرته هم خپره شي د ډیرو نورو لیکنو په شان به ېې اهمیت نه کمیږي او بله دا چې  د ښځو له نړیوالې ورځې سره سمه خپریږي ممکنه ده ځینې کسان ترې استفاده هم وکړاي بیا هم یادونه کوم ټول هغه کتابونه او معلومات چې د دې مقالې لپاره لوستل شوي دي د اسلامي عالمانو  له لوري لیکل شوي دي.

اسلامي ټولنوکې د ښځې د مقام د راټیټیدا علتونه

 د اسلام د سرکينيو وختونو تاريخ ته يوه ځغلنده کتنه مونږ دې حقيقت ته رسوي چې په نبوي مدني ټو لنه کې تر ډيره حده د ښځو ضايع شوي حقوق تر لاسه شول او خپل لوړ مقام يې تر لاسه کړ ښځه تر اسلام مخکې له خپلو مسلمو حقوقو محرومه وه لکه چې دوهم خليفه حضرت عمررض په دې هکله وايي:

 په خداي قسم په جاهليت  کې مونږ د ښځو لپاره د هيڅ ارزښت قايل نه وو تر څو چې پاک خداي دهغوي په هکله ايتونه نازل کړل او د هغوي لپاره يې حقوق او امتيازات په نظر کې ونيول . د اسلام ظهور د ښځو لپاره د برکتونو او امتيازاتو سرچينه شوه يو مفسر په دي هکله ليکي :

 ميرمنه د اسلام له برکته خپلواکه او په نفس متکي شوه د هغې اراده او عمل چې د اسلام تر ظهوره د نارينه له ارادې سره تړلې وه خپلواکه شوه او هغه مقام ته ورسيده چې تراسلام مخکې يې چا تصور هم نه کاوه .

 اسلام ښځې ته هغه مقام ورکړ چې په هيڅ وخت کې نه ؤورکړل شوی

خو ددې پوښتنې په هکله چې داسلام په سرکينيو وختونو کې د ښځې عزت ، وياړ او سرلوړي تر کومه مجدوده وه يو ليکوال دغه پړاو ډير لنډ بولي او وايي :

 د ښځو په اړه د اسلام ليدتوګه هغه د عربو له جاه��يته وژغورله او د ميرمنو ټولنيز موقعيت يې له نارينه وو سره يو شان کړ او له حقوقي پلوه يې د هغوي مقام د نارينه وو په شان کړ او د همدغه تفکر او قانون جو ړونې په اساس اسلامي ټولنې بڼه خپله کړه چې د اسلام د ګران پيغمبر له وفات وروسته يې تر لنډې مودې پورې دوام وکړ

 په ٢٥٥ ه ق کال کې جاحظ لومړنی مسلمان پوه دی چې په اسلامي نظام کې يې د نارينه او ښځې د برابرۍ خبره په ډاګه کړې ده دی باوري دی ښځې په نبوي ټولنو کې له نارينه وو سره يو ځاي جوماتونو ته تللې خو نن سبا «د جاحظ په وخت کې» حالات بدل شوي دي او ښځه تر يوه حده د نارينه په پرتله لږ امتيازات لري

 جاحظ وايي زه او بل هيڅ هوښيار سړی اوس دا نه وايي چې ښځې د نارينه په پرتله يوه يا دوه درجې ټيټ مقام لري خو داسې نارينه چې ښځې ډيرې سپکوي او هغوي تر ځان ښکته بولي يا د هغوي حقوق تر پښو لاندې کوي ډیر دي

 نوموړی د جبران نظريه غوره بولي او وايي اسلام داسې احکام صادر کړل چې ظاهراً د ښځې په تاوان دي خو په بدل کې يې داسې احکام هم صادر کړي چې هغه جبرانوي او که دغه احکام ښه وڅيړل شي ګورو چې نارينه او ښځې مساوي حقوق لري ولې د ښځې مقام د نبوي ټولنې په پرتله را ټيټ شو ؟ په دې هکله بايد څو علتونو ته اشاره وکړو لومړی د واکمنانو استبداد او ځان منمي ده پر دې سربيره ناسم او غير اصيل دودونه او رواجونه دي د شرعې او دودونو تعارض ، تحجر ،او د روڼ اندۍ ښکا رنده هم هغه عوامل دي چې د ښځې مقام او امتيازات يې د نبوي ټولنې په پرتله راټيټ کړل

راځئ چې په دغو درستو عواملوپه تفصيل سره وغږيږو استبداد او د واکمنانو ځان منمي هغه عمده علت دی چې ښځې ته يې ډير تاوان ورساوه هغو کسانو چې دغه عامل ته يې پام کړی دی باوري دي چې په حکومت کې استبداد ښځې له اجتماعي موقيعت څخه محرومې کړي دي او د ځان منمۍ فشار ډير ښځو ته متوجه دی .

يو مسلمان متفکر قاسم امين داستبدادي حکومت غلبه په اسلامي ټولنو کې د ښځې د مريي کيدا عامل بولي هغه باوري دی کله چې استبداد پر ټولنې واکمن وي اغيز يې يوازې په پاچا پورې نه محدوديږي بلکه د هغه شاوخوا کسانو او بيا ټيټې پرګنې ته هم رسيږي تر دې چې دغه بهير په ټولنه کې دود شي او هر زورور په کمزوري ظلم او تيری کوي ددغه ډول حکمتونو يوه نتيجه دا شي چې نا رينه د خپل جسماني ځواک په مټ تل ښځې توهينوي .

د ښځې د سپکاوي يو سبب اخلاقي فساد دی چې دا هم د استبدادي حکومتونو نتيجه ده ممکنه ده ځينې کسان دا فکر وکړي چې که په چا ظلم او تېری وشي په راتلونکې کې به تر خپل لا س لاندې په کسانو ظلم ونه کړي خو تجربې ښودلې ده چې په دغه ډول ټولنو کې فضيلتونه وده نه کوي او له رزايلو پرته د بل شي د ودې فرصتونونه نه وي موجود.

 په دغه ډول ټولنو کې وګړي داسې روزل کيږي چې د قدرت په وړاندې خاضع وي او له ډاره هر کار کوي او په دې ډول روږدی کيږي، په نتيجه کې د مظلومې پرګنې په توګه د ښځې حقوق تر پښو لاندې کيږي په دغسې يوې ټولنه کې ميرمنه په ډيرې پستۍ کې ژوند کوي او تل د نارينه فرمانبرداره پاتې کيږي .

 پر دې سربيره د اسلام تاريخ کې  په ډاګه راغلي چې قانون واکي له لنډې مودې وروسته ورو ورو ځاي زور واکۍ ته پريږدي او فردي استبداد ورو ورو ځان څرګندوي او هر څه چې واکمن ووايي هغه د قانون په توګه انګيرل کيږي خواشينونکې خبره خو دا د ه چې په هغو حکومتونو کې چې د اسلام په نوم اداره کيدل د حاکم غوښتنو ته ديني رنګ ورکول کيده او واکمن به يې ظل الله باله

 نو په دغه ډول حکومتونو کې د ښځو د مقام خبره نه وي .

 ځينې کسان باوري دي چې د ځينو ټولنو رواجونه او غير اصيل دودونه هم ددې سبب شول چې ښځې خپل پخوانی  مقام له لا سه ورکړي

 لکه څرنګه چې تر اسلام مخکې اکثره ټولنې نر واکه وې نو ځينې اسلامي پوهانو هم له خپلو ټولنو اغيز منلی او له اسلامي حمکونو سره سره يې اسلامي متنونه د نارينه واکۍ په زهنيت سره تفسيرول له بلې خوا اسلامي کلتور د روم ، او د ختیځ له نورو متمدنو تمدن سره مخامخ شو چې په دواړو کې نارينه واک چلاوه نو خپل خلوص يې له لا سه ورکړ.

 مسلمان عالم محمد شمس الدين پر دې ټکې ټينګار کوي چې فقيهان عرف او دودونه د ديني نصوصو دپوهيدو د مرجعې په توګه معتبره بولي.

 په داسې حال چې معلو مه نه ده چې دغه عرف د رسوالله مبارک اوامامانو په وخت کې هم موجود و تر څو د شرعي احکامو او مسايلو د درک مرجع وي بلکې اجمالاً او ځينې وخت په تفصيل سره پوهيږو چې ددغه عرف ځينې عناصر له مستحدثه يا نويورامنځته شويو عرفونو څخه دي چې اسلام يې نه تايدوي بلکه د فرهنګي انتقال نتيجه ده چې له نورو دينونو او تمدونونو سره د اسلامي ټولنې د تعامل له امله رامنځته شوي دي او دغه عرفونه د ديني متنونو د درک او فهم مرجع نه شي کيداي مهدي شمس الدين د ښځې د مقام پيکه کيدل داسي بيانوي :

له دې وروسته چې اسلام د نارينه او ښځې حقوقې او معرفتي مقام يوشان

 وباله او رسوالله مبارک خپله ټولنه په همدې اساس جوړ ه کړه د سلب کيدا يو ډول تصور رامنځته شو چې د دو عواملو نتيجه وه

 لومړی د شريعت پرمختللو احکامو ته د خلکو توجه کمزورې شوه ښايي د نارينه واکۍ د تفکر له امله وي چې ډيره مخينه يې درلوده

 دوهم دهغو افکارو او عادتونو اغيز و چې له نورو ټولنو لکه بريتانيا فارس او هند څخه يې پر اسلامي ټو لنو حمله کړې وه

 ددغو دو عواملو نتيجه دا شوه چې مسلمانه ميرمنه يوازې جنسي تميلاتو ،اميندوارۍ او د کور کارونو ته محدوده شي او په دې ډول ښځې د نارينه په پرتله ټيټ مقام ته ورسېده او په ټولنيزو مسلو او سياست کې له ګډون او د تعليم له حقه محرومه شوه .

 په داسې حال کې چې دغه نظر د اسلام له ليد توګې سره توپير لري

 نو اوس د ميرمنو عيني موقيعت له هغه څه سره ډير توپير لري چې قران او سنت انځور کړي دي

قاسم امين هم غلط دودونه او د جاهليت سنتونه دښځې د مقام د انحطاط عامل بللی او باوري دی چې دخلکو په ذهنونو کې د جاهليت دوخت عادتونه پاتې دي چې په تثبيت او پایښت کې يې استبدادي حکومتونو مهم رول درلودلی دی.

 دغو درستو عواملو ښځه د مرييتوب ، جهالت ، او مطيع انسان مقام ته راکوزه کړه

 د ويلو ده چې دودونو او استبدادي حکمتونو دواړو د ښځې د مقام په پيکه کيدا کې رول درلودلی دی  که څه هم دوهم عامل تر دودونو ډير اغیزمن دی .

 بل عامل چې د ښځې مقام يې ذ اسلام تر سرکېنېو وختونو راکوز کړ له عرف او شرعې سره تعارض دی

د علومو په برخه کې انسان بدلون او تحول ته چمتو دی او دين هم درست هغه مسايل وړاندي کوي چې انسان په ژوند کې ورسره مخامخيږي له دې کبله د اوچت اسماني دين د مالکانو په توګه هر مسلمان دنده لري چې له ديني پوهې او فهم څخه غلط دودونه او د جاهليت رسوبات پاک کړي .

هغه انځور چې له ښځې څخه په اسلامي ټولنه کې وړاندې کيږي ددې ښودنه کوي چې يو انحراف شوی دی په دې معني چې ځيني ديني احکام له غلطو دودونو سره اغښل شوي دي بايد عرف يو بدليدونکی څيز وبولو نه ثابته شی يوازې اسلامي قوانين او احکام دي چې نه بدليږي.

 د ټولنو اصلي مصلحانو يعنې پيغمبرانو د خپل وخت دودونه او رواجونه اصلاح کړل او نا سمې ليد توګې يې لېرې کړې او  په دې ډو ل يې د ښځې حقوق احيا کړل

 د اسلام ګران پيغمبر د ښځې او نارينه په يو شان والي کې الهي حکمونه خلکو ته ابلاغ کړل هغه وخت چې نجونې ژوندۍ شخيدلې د هغه حضرت له لوري يې درناوی وشو

 قران مجيد د هغه وخت دودونه بدل کړل او دغه خبره يې وکړه چې د انسانيت په لاره کې لوړوالی او وده په خاصې پرګنې پورې اړه نه لري او ښځه هم د لوړاوي پوړۍ کچ کولی شي.

 اسلام ته ستر خدمت دا دی چې دين سخت او مشکل ونه ښيوو او دين ته تر ټولو لوي خيانت دا دی  چې ووايو د ديني احکامو تر سره کول اسانه کار نه دی.

 يو مسلمان عالم وايي په ځلونو مې ليدلي دي چې يو مسلمان په ناپوهۍ کې د هغو دودونو دفاع کوي چې پاک خداي د هغو د حقانيت لپاره هيڅ دليل نه دی راوړی  له دې کبله د ټولنې د شعور لوړول په تيره بيا د ديني مسلو په اړه ډير اړين دي او بايد سوچه اسلامي احکام له غير ديني دودونو او عرفونو ليرې کړو چې دا د هر مسلمان ديني او انساني دنده ده په تيره بيا اسلامي مصلحان او پوهان دنده لري چې په دې برخه کې کار وکړي.

 زمونږ په پښتني ټولنه کې هم ډيرې داسې مسلې شته چې بايد ورته پام وشي چې ښحه يې له خپلو ډيرو انساني او اسلامي حقوقو محرومه کړې ده

تحجر او جمود پالنه هم هغه عامل دی چې د ښحې اصلي مقام ته ېې ډير تاوان رسولی دی چې مونږ يې ژوندی مثال د طالبانو په وخت کې و ليد په بيلا بيلو ټولنو په تيره بيا په اسلامي ټولنو کې افراطي ليد توګې او ناسمې ګروهنې چې د اسلام په نامه تر سره کيږي ښځې له خپلو ډيرو انساني حقوقو محرومه کړي دي په اسلامي ټولنو کې د ښځو حقوقو او حدودو پر علمي اړخ سربيره اعتقادي اړخ پيدا کړی دی يعنې بې اساسو دودونو او باورونو د اسلامي متنونو ځاي نيولی دی او د اسلام د حقيقي اصولو فلسفه هم نه ده توضيح شوې نو ځکه د ښځې په هکله د اسلامي مقرراتو نتيجه د اسلام د اساس په ضد د تبليغ لپاره په يوې وسيلې بدله شوې ده دغه فکر چې ښځه يوازې د کور په ګوټ کې کښيني او حتي په حجاب کې هم د تعليم حق نه لري او بايد له هر علم او کماله محرومه وي له اسلام سره اړخ نه لګوي او د انساني عواطفو په ضد ده .

 په کلي ډول هغه کسان چې دين ته ګروهمن کيږي او بيا بيرته منحرفه کيږي تر هغو ډير ځيږه او انساني ضد وي چې دين يې نه وي منلاي خو تر دغې پرګنې منحرفه متدينه کسان ډير خطر ناکه دي . ددغې برګنې انساني عوطف دديني عاطفې تر اغيز لاندې راغلي وي

 تاريخ ددې ښودنه کوي چې چې تر ټولو بې رحمانه وژلې جنګونه او کړاونه د همدغو کسانو لخوا شوي دي له صليبي جنګونو رانيولې تر ډيرو نورو ستونزو پورې ډير مشکلات همدوي راپنځولي دي .

 محمد غزالي په تحريرالمراۍ کتاب کې په اسلامي ټولنه کې له يوۀ انحراف څخه داسې سر ټکوي : مسلمانان له ښځې سره په چلند کې د اسلامي شريعت له لارې منحرفه شوي دي او جعلي رويتونه په دوي کې دود شوي دي له همدې کبله مسلمانه ښځه له دين او دنيا څخه پاتې ده او د غفلت او ناپوهۍ کندې ته غورځيدلې ده د ښځې تعليم ستره ګناه بولي جومات ته يې نه پريږدي پردي سربيره د وخت په سياسي حلاتو خو بيخي نه ده خبره . په داسې حال کې چې ډيرو ديني عالمانو په ټولنه کې د ښځې مقام مهم بللی او وايي :د احصاييو له مخې ښځه د ټولنې نيمايي برخه جوړوي او که د ماشومانو په روزلو ا پر خاوند د هغې اغيز ته پام وشي نو ويلاي شو چې تر نارينه ښځې زياتې دي دا په داسې حال کې دي ښځې تل له افراط او تفريط سره مخامخ دي او ډير لږ ورسره عادلانه چلند شوی دی.

 حتي ډير ځله کله چې ښځه تعليم کوي يوه خطرناک مار ته ورته بلل شوي دي

 چې زهر خوري .له بده مرغه ډيری قومونه اوس هم  ښځې ته سپک نظر لري او هغه نا ا هله مخلوق ګڼي چې د خاوند په وړاندې يوه کنيزه ده او هيڅ اختيار او اراده نه لري داسې بوټانو ته ورته ده چې کله خاوند وغواړي نو ليرې يې غوځولاي شي.

 هغه په کور کې محبوسه وي او د کار يا حتي د علم د ترلاسه کولو له پاره له کوره بهر نه پريښودل کيږي ددوي په گمان پاکه او صالح ميرممنه دوه ځله له کوره بهر ځي لومړی د پلار له کوره د خاوند کور ته او دوهم ځل د خاوند له کوره ګور ته .

 په داسې حال کې چې قران مجيد په کور کې د ښځې اسارت د هغې ښځې سزا ټاکلې چې ناسم کار يې کړی وي او څلورو مسلمانانو پرې شاهدي ورکړي.

 دغه ګدول ناسمو دودونو په ټولنو کې دومره رسوخ وکړ چې ښځه يې په اسلامي کلتور کې له خپل مقامه ښکته کړه د دغې ناخوالې د علاج له پاره بايد سوچه او دوديز اسلام سره بيل کړو .

 رسول ا….. مبارک په ټولنه کې د ښځو د شتون په هکله وايي:

 کنيزانې هم جوماتونو ته له راتګه مه منع کوئ

 په يوۀ بل روايت کې حضرت محمد ص له نارينه وو غوا ړي چې په جوماتونو کې د ښځو د شتون مخه ونه نيسي هغه مبارک فرمايي:

 که ستاسو ميرمنو له تاسو اجازه واخيسته چې د لما نځ له پاره جومات ځي نو اجازه ورکړئ

 ياده دې وي چې د رسوا…. مبارک په وخت جومات پر عبادي مرکز سربيره سياسي او ټولنيز مرکز هم ؤ.

 دغه روايتونه ددې ښودنه کوي چې په هغه وخت کې ځينېو نارينه وو خپلې ښځې جوماتونو ته نه پريښودې او رسول …. مبارک هغوي له دغه کاره منع کړي وو.

 له دې سره سره چې مسلمانو عالمانو پرلپسې هڅې وکړې چې انحرافي افکار ليرې کړي خو تر اوسه پورې ځينې غلط دودونه د نړۍ د مسلمانانو په تېره بيا د پښتنو په افکارو کې د ديني ارزښتونو په توګه انګيرل کيږي.

 دغه تريخ واقيعت با يد ومنو چې ډيرو ټولنو عمومي کلتور حتي د تعليم يافته پرګنې فرهنګ له افرطي ليد توګو اغيز منلی دی او باوري دي چې د پخلي ، خياطي او صفايۍ په څير کارونه د ښځو دندې دي او که ښځه له دغو کارونو سر وغړوي نو کورنی نظام به ورسره ګډ وډ شي.

 له بده مرغه په پښتني ټولنه کې داسې خلک هم پيژنو چې په تئورۍ کې يې دغه خبره منلې وي خو په عمل  کې ښځه له ډيرو هغو حقوقومنع کوي چې اسلام ښځو ته ورکړي دي.

د اسلام له نظره د ښځې له لوري د کور د کارونو تر سره کول د يوه اخلاقي ارزښت په توګه او له ميړه او بچيانو سره د مينې له امله دي دا په دې معني نه ده چې هغه له کورني کاره پرته بل څه نه شي کولی یا ېې اجازه نه لري.

 يو بل ناسم دوود چې په اسلامي ټو لنه به تيره بيا په پښتنو کې ډير ليدل کيږي په يوۀ ټولي کې د ميرمنې د نوم نه ناخيستل دي يعني د ښځې د نوم په اخيستو سره حتى روڼ اندي نارينه شرميږي په داسې حال کې چې دا د ناسمو تعصباتو نتيجه ده او اسلام هيڅ کله په دې هکله څه نه دي ويلي.

 یو ایرانی متفکر مرتضى مطهري په دې هکله وايي : هغه څه چې وروسته دودو شول دا دي د ښځې د نوم اخيستل په يو ډول بې ستري ګڼل کيږي په داسې حال کې چې حضرت محمد ص په خپلو خبرو کې تل د خپلو ميرمنو نومونه اخيستي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *