د ناروې (aftenposten) ورځپاڼې د دې لپاره چې د ناروې خلک په ژمي کې د سوریې د مهاجرو ماشومانو درد احساس کړي دا ماشوم د پلازمېنې اوسلو د بس په یوه تمځای کې کښېنولی او په دې شکل یې د سوریې له مهاجرو ماشومانو سره د خلکو مرستې جلب کړي دي.

د ماشوم په لیدو هر لیدونکی ورګرځېدلی او هغه ته یې خپل جمپر ورکړي دی.

ورځپاڼه وايي، وروسته له دې چې څرګنده شوه چې ورځپاڼه غواړي د سوري ماشومانو لپاره مرسته جلب کړي نارویژیانو دوه ملیونه او دوه لکه نارویژي کراونه ورکړي چې ۳۶ زره جمپرونه پرې اخیستل کېدای شي.

دا ویدیو په څو ورځو کې ۱۳ ملیونو کسانو لیدلې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *