ها بله ورځ مې له سهاره خپګان احساساوه، مړاوى او ناراسته وم. تر مازيګره مې يې لامل پيدا نه کړاى شو، چې ولې او څه ته خپه يم. ارواپوهان وايي، چې که اندېښنه درسره وي او ځوروي مو، نو علت يې ولټوئ او فکر پرې وکړئ، چې دا اندېښنه په دومره کړاو ارزي هم که نه؟ داسې به ترې خلاص شئ، خو ما د دې خواشينۍ هيڅ لامل پيدا نه کړاى شو، نه داسې کومه پېښه شوې وه، نه راته چا څه ويلي وو. چې ماښام شو، پام مې شو، چې پرون شپه مې يو ناول لوستى و، دا د هغه اغېز دى.
Depression ته په پښتو کې ښه نوم همدا خواشيني دى. که خپګان ورته ووايو، بيا د ډيپرېشن مړاويتوب، ناراستي او داسې نورې خوا نه رانغاړي. خپګان له چا نه خوابدۍ ته هم وايي او صريح وي، يعنې علت يې معلوم وي، خو خواشيني عموما صريحه نه وي، علتونه يې کېداى شي نامعلوم وي، لاشعوري وي. لاشعور لکه بټۍ، که اصل توکي ترې نه راووځي، نو لوګى خو ترې هرومرو راووځي، چې د انسان پر ورځنيو کارونو اغېز اچوي.
خواشيني داسې رواني ناروغي ده، چې زياتره پرې ځوانان-چې د حساسو شخصيتونو خاوندان وي- اخته کېږي او ځوانان چې د ټولنې ورته سترګې وي، له کار و فعاليته پرېباسي. د دې ناروغۍ علتونه دومره څرګند نه وي، خو ارواپوهان وايي، چې عموما د خواشينوونکو رپوټونو او داستانونو له لوسته پيدا کېږي.
د خواشينۍ درملنه که پر وخت ونه شي، سړي ته بلا کېږي او انسان ښايي نشو ته وهڅوي. خواشينى سړى له دې ناروغۍ نه د ځان ژغورلو لپاره هر ځګ ته لاس اچوي، داسې د سړي ژوند تباه کړي. ارواپوهان وايي، چې د خواشينۍ او ځانوژنې ترمنځ ډېرې نېژدې اړيکې دي.
په ادب کې چې د خوښيو انځورنه روا ده ده، نو د غمجنو پېښو ترسيم هم پکې ناروا نه دى، خو د نهيلۍ ډېر تبليغ له لوستونکي نه د ژغور لار ورکوي او لوستونکى پر ژوند بې باوره کوي. د کيسه ليکوال کار د چا ژړول نه دي، بلکې لوستونکي ته د خپلې نوې واقعي يا ذهني تجربې لېږد دى، چې لوستونکى په دې پوه شي، چې د دې عمل پايله دا ده او داسې پر ژوند دقيق فکر وکړي.
په کيسه کې له پېښې، تصويرونو او ژبې نه خواشيني پيدا کېږي. که يوه کيسه ډېره غمجنوونکې وي او د لوستونکي ورسره څه نا څه تړاو وي، ښايي پر لوستونکي وغمېږي.
يوه پېښه ښايي دومره غمجنه نه وي، خو د صحنو تصويرونه داسې تت او تياره وي، چې د سړي پر ذهن تياره او خواشيني خپره کړي. روسي او ايراني داستانونه او په ځينو لنډو هندي فلمونو کې دا کار ډېر وي. شپه وي، زول وي، د شپې واوره وي، ځنګل وي. دا هغه تصويرونه دي، چې د لوستونکي زړه خپه کوي. په فلمونو کې له داسې تصويرونو سره نور وسايل هم وي، د تتو رنګونو انتخاب او غمجنه موسيقي هم د داسې صحنو په انځورنه کې لاس لري. زموږ لوستي پوړ ته- چې په تياره دفترونو کې کار کوي- دا ډول تت رنګونه ډېر بد دي. دوى زياتره د لمر ارمانجن وي او د خپل ذهن د رڼاوي او هيلمنۍ لپاره رڼو تصويرونو ته اړ دي، ځکه د شپو تصويرونه پرې ساډوبى راولي.
په کيسه کې د خواشينۍ د پيدا کولو بله وسيله ژبه ده. پخوانۍ کيسې به مو لوستې وي. پېښه به دومره غمجنه نه وه، خو ليکوال به دومره په ويرجنو الفاظو وړاندې کړې وه، چې سم دم سړى به يې وژړاوه. د راحت زاخيلي(کونډه نجلۍ) يې ښه بېلګه ده. په کيسو کې د غمجنو کلمو کارونه په دې هم بده ده چې د کيسې له کرکټرونو سره د ليکوال خواخوږي يا پلوي ښيي او دا کار په کيسو کې روا نه دى. دا لا بېله خبره ده، چې لوستونکى د خواشينۍ پر ناروغۍ اخته کوي. د ليکوال کار د پېښې د لاملونو راسپړل دي. په جنايي يا پوليسي کيسو کې به د قتل پېښه وي، خو الفاظ به يې داسې ساينسي وي، چې په لوستونکي کې د خواشينۍ احساسات نه راپاروي، بلکې پر پېښې يې فکر کولو ته اړ باسي. که ژبه مو غمجنه وي، نو لوستونکى به د پېښې د لاملونو پرځاى پر جزوي مسايلو فکر ته وهڅېږي او د کيسه ليکوال موخه به ترلاسه نه شي.
اوس هغه وخت نه دى، چې کيسه ليکوال دې خلک په غمجنو الفاظ وژړوي، بلکې کيسه پر عواملو او معقولو پېښو ولاړه وي؛ نو له کلمو سره احتياط پکار دى.
د ناول يا کيسې پېښه هېره شي، خو د خواشينۍ کرښې يې زموږ پر ذهن تر ډېره وخته راښکلې پاتې وي.