که ستاسې په کور کې له دريو تر لسو کلونو پورې ماشومان وي نو هرو مرو به مو ليدلي وي چې د دوى تر خپلو لوبڅکو (بازيچو) د سمارټ فون لوبې (گېمونه) خوښې دي.
کله چې تاسې له جېبه خپل سمارټ فون راباسئ نو سمدستې ماشومان درباندې را ټولېږي يو يې وايي چې پلانى گېم راته په راوله بل وايي خبرې کوونکې پيشو راوله او درېيم بيا ستاسې په سمارټ فون کې د کارټون ليدل غواړي، هرگوره تاسې د خپلو ماشومانو د بوختنې لپاره هغوى ته خپل سمارټ فون سپارئ خو د دې لپاره ځينو ټکو ته پام په کار دى.
ستاسې په سمارټ فون کې ستاسې ځينې اړين توکي هم خوندي وي لکه اړيکشمېرې، پېغامونه، انځورنه او داسې نور، خو ماشومان يې پر دې درب نه دي، کېداى شي په ناپامۍ يا ناپوهي کې ستاسې دغه اړين توکي له منځه يوسي؛ دا هم شونې ده چې چاته ږنگ ووهي يا پېغام ور ولېږي، له همدې امله به ښه دا وي چې ماشوم ته د موبايل تر سپارلو وروسته هغه تر خپل څنگ کښېنوئ او د موبايل هېنداره يې وڅارئ، که مو دا په وسه نه وي پوره نو د موبايل له پېرنټل کنټرول اسانتيا څخه گټه واخلئ.
د اېپل په آى او ايس شپږ او تر هغه په را وروسته نورو ټولو بڼو کې دا اسانتيا شته، چې پر مټ يې د ماشومانو لپاره د ږنگ وهلو، پېغام لېږلو او نورو توکيو کارونه تړل کېږي.
د اېنډرويډ په جيلي بېن او نورو نويو بڼو کې بيا د کمپيوټر غوندې د يوزر اسانتا شته چې په مرسته يې په موبايل کې بېلابېل اکاونټونه جوړېداى شي او ټولو توکيو ته د کاروونکي لاسرسى محدودولاى شي.
په ونډوزفون، بېلک بېري او نوري کې هم ورته اسانتيا شتون لري.
اوس چې دي ډېټا او اېپليکېشنونه له ماشومانو خوندي کړل نو اړينه ده چې په سمارټ فون يا ټابليټ کې دې داسې گېمونه او اېپليکېشنونه ځاى پر ځاى کړې چې د ماشومانو له منگ سره سم وي. د اېپل او اېنډرايډ له پلې سټور څخه داسې اېپليکېشنونه په خپل موبايل يا ټابليټ کې ځاى پر ځاى کړئ چې د ماشومانو لپاره ځانگړي وي، د جنگ او جدل گېمونه ماشومانو ته مه ورکوئ.
که تاسې په سټور کې د Kids Games لټون وکړئ ښايي ډېر د ماشومانو زړه ته څېرمه گېمونه پر لاس درشي.
تر دې ځايه خو د موبايل يا ټابليټ د شته ډېټا خوندېينه وه خو پخپله د موبايل يا ټابليټ د خوندېينې لپاره هم بايد فکر وکړئ. ښه به دا وي چې د موبايل يا ټابليټ لپاره داسې کوور يا کېس وکاروئ چې له لوېدلو ډېر بد نه يوسي.
د ماشومانو لاسونه واړه وي ډېره شونې ده چې پر موبايل يا ټابليټ باندې د گېم پر مهال موبايل يا ټابليټ د دوى له لاسه پر ځمکه وغورځي، په داسې حال کې نو بيا يو پوست او ښه کوور کولاى شي چې له غټ تاوانه مو وژغوري.
د دې ټولو تدابيرو په څنگ کې دې خبرې ته هم ځانگړى پام په کار دى چې د ماشومانو د بدني پياوړتيا لپاره اړينه ده چې دوى منډه ووهي او نور روغتيا و تکړښت بښونکي ساتېري وکړي.
د موبايل او ټابليټ ډېره کارونه د ماشومانو ليد او نوره روغتيا گواښلاى شي. ماشومان په ورځ کې تر نيم ساعت ډېر مه پرېږدى چې گېمونه وکړي.