د کورنیوچارو وزارت
پکتیکا ولایت
امنیه قومنداني، درسنیودفتر
خــــــبرپاڼه
ترراتلونکو ټاکنو به دپکتیکا ټولې سیمې له لوړګواښ څخه ترټیټ ګواښ لاندي راشي، اودولایتي شوری او ولسمشرۍ دنوماندانو لپاره په ټولو ولسوالیوکې ډاډمنه امنیتي فضارامنځ ته شوې ده
په پکتیکاولایت کې دامهال د۲۶۶ ټاکنیزو مرکزونو څخه یې ۷۹ ترلوړتهدید لاندي دي، خو ترراتلونکو ټاکنو پورې به دغه ټول مرکزونه ټیټ تهدید ته راشي، اوترکوم لوړ امنیتي ګواښ لاندي به نه وي.
زموږ ټول افغان امنیتي ځواکونه اوس مهال ګډ عملیات ترسره کوي، څو دټاکنو تر ورځې پورې هغه مرکزونه چې ترلوړ تهدید لاندي وي، متوسط تهدید او هغه مرکزونه چې تر متوسط تهدید لاندي وي، ټیټ تهدید ته راولي.
درايې ورکولو په ورځ به زموږ د۴۲۳۰ په شاوخواکې ځواکونه چې ملي اردو ، ملي،سرحدي،سیمه ایز، اودعامه نظم پولیس په کې شامل دي، دټولو مرکزونو امنیت پوره وساتي، اوخلک به وکولای شي، بې له کومې امنیتي ستونزې رایې ورکړي.
دپکتیکا یوازینۍ ولسوالۍ، خوش آمند،تروې، او وړممۍ هغه سیمې دې، چې یوڅه نا امنې وې، خو اوس مهال په کې افغان امنیتي ځواکونو امنیتي پوستې ځای پرځای شوي، اوهم په کې چاڼيز عملیات روان دي.
دولایتي شوری ګانو نوماندان چې دامهال یې ټاکنیزې مبارزې پیل شوې، کولای شي ، له کومي امنیتي ستونزې پرته دپکتیکا په مرکز او ټولو ولسوالیو کې انتخاباتي مبارزې مخته یوسي.
په دې وروستیو کې دپکتیکا په درېیو نورو ولسوالیو اومنه،ګیان اومټاخان کې هم سیمه ییز پولیس پردندو وګومارل شول، اودیادو ولسوالیو امنیتي فضا هم پوره ډاډمنه شوې ده.
یادونه: ددې خبرپاڼې سره یوځای مي دپکتیکا دامنیه قوماندان پاسوال نبي جان ملاخېل غږ هم درته واستاوه.
نقیب الله رښتنی
دپکتیکا امنیې قوماندانۍ ویاند