• د مدني ټولنې د همغږۍ مرکز د نړۍ ټولو ښځو ته، په تېره بیا د افغانستان ځورېدلو ښځو ته ددې ورځې په مناسبت مبارکي وایي او همدارنګه د دوی له حقه حقونو څخه ملاتړ کوي.

• مرکز ژمن دی، چې لاندینیو ټکو ته په پام کې نیولو سره د ښځو د دغه حقونو څخه نه یوازې ملاتړ و کړي، بلکې د هغو په تحقق کې له هر راز سرښندنې څخه ځان نه سپموي.

• دا مرکز غواړي، چې په پوره همغږۍ سره د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي مخه په جدي توګه و نیسي. د زده کړې او تحصیل دروازې د نارینه وو تر څنګ په مساوي ډول دوی ته هم پرانيزي، او پرېنه ږدي چې د ځینو تعصباتو له مخې د دوی د تحصیل حق ترې واخېستل شي.

• د کار او دندې حقوق چې نارینه یې لري په بېلابېلو ډګرونو کې دوی ته باید هم د لیاقت او استعداد له مخې ورکړل شي.

• دا مرکز ټینګار کوي، چې ښځې باید هېڅکله په بدو کې ورنه کړل شي او دې کرغېړن دود ته د پای ټکی کېښودل شي.

• د بدل منحوس رواج باید په بشپړه توګه له منځه یوړل شي.

• د ولور ظالمانه دود چې له پېړیو ـ پېړیو راپدېخوا دوام لري، ددې ناوړه دود دوام ته د پای ټکی کېښودل شي.

• کونډو حقوق د اسلامي احکامو او روایاتو په اساس مراعات شي.

• په سیاسي، اجتماعي، ملي او نړیوالې سطحې کې د مېرمنو ګډون په نظر کې و نیول شي.

په درنښت

د مدني ټولنې دهمغږۍ مرکز

رهبري شورا

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *