په افغانستان کې د ښځو د اوسني وضعیت یو لنډ جاج: له ٢٠٠١ کال څخه را په دېخوا یانې د طالبانو د رژیم له راپرځېدو څخه وروسته په افغانستان کې د ميرمنو او نجونو د حقونو په برخه کې ستر پرمختګونه شوي دي. د
هيواد په کچه د ميرمنو په تعليم، کار او روغتيايي پاملرنو باندې ډیر لګول شوي محدودیتونه له منځه تللي دي. ډیرو ميرمنو په حکومت کې دندې اخيستي، دفترونه لري، هغه کلیوالي ښځې چې د هېواد په لیرې پرتو سیمو کې ژوند کوي اوس کولی شي د خپلو کورنیو د اقتصادي حالت په وده کې مرسته وکړي ځکه د هېواد په ډیری کلیو او بانډو کې داسې پروژې پلې شوې دي چې په هغو کې د ښځو لپاره عایداتي پروژې لکه د لاسي صنایعو، ګلدوزۍ، خامک دوزۍ، خیاطۍ او داسې نورې پروژې شاملې دي ځکه نو اوس مهال دوی هم تر یوې کچې زموږ ټولنې ته د خدمت جوګه شوي دي.
په ٢٠٠۴ میلادي کال کې په افغانستان کې نوی اساسي قانون رامنځ ته شو چې په هېواد کې یې د نارینه او ښځینه وو ترمنځ توپير له منځه یوړ. همدارنګه په ٢٠٠٩ میلادي کال کې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو قانون اجباري ودونه منع وګرځول او د اجباري او کم عمرو ودونو، کورني تاوتریخوالي، جنسي تيري، په زور فحشاء ته بيولو او نورو ناوړه کړنو لپاره یې نوې سزاګانې وټاکلې. ولسمشر حامد کرزي هم د ميرمنو د حقوقو څخه د ملاتړ لپاره یو څه هڅې کړي دي چې بيلګې يې د ګڼ شمير هغو ميرمنو بخښل دي کومې چې په اخلاقي جرایمو باندې تورنې وې، چې دا کار یې یا په خپل نوښت او یا هم د مدني ټولنو په غوښتنوسره ترسره کړی دی. شته ستونزې: لا هم په افغانستان کې د ميرمنو او نجونو د حقونو په وړاندې ډیر خنډونه پراته دي. افغان ميرمنې په ځانګړي ډول هغه چې د لویو ښاري سيمو څخه ليرې ژوند کوي، مجبورې دي چې د غيرمکتوبو او محدودو دودونو سره سم ژوند وکړي.
کله چې هغوی د کور څخه بهر سفر کوي او یا د دوه کليو یا ښارونو ترمنځ ځي نو باید له ځانه سره یو محرم ولري، که نه نو د “بداخلاقه” ټاپه ورباندې لګول کيږي. همدارنګه په ميرمنو او نجونو باندې د طالبانو حملې، په زده کړو باندې ټينګ محدودیتونه، د جنسي تيري تهدید، اجباري او د کم عمرو ودول، عدالت ته نه لاسرسی، په عام ژوند کې د ميرمنو په نښه کول، او د کارکولو خنډونه هم د یو شمېر نورو ستونزو له ډلې څخه دي. پداسې حال کې چې زده کړې ته د ميرمنو او نجونو لاس رسی د طالبانو د رژیم څخه خورا ډیر زیات دی، مګر بيا هم ترنيمايي زیاتې نجونې اوس هم ښوونځي ته نه ځي. په هرو دوو ساعتو کې یوه افغان ميرمن د ولادت اړوندو ستونزو له امله مري، دا ځکه چې په ځينو برخو کې ډیری وخت نجونې د بلوغ ته رسيدو سره جوخت په اجباري ډول واده کيږي او بيا مخکې له دې چې بدن یې په پوره ډول وده کړي وي، ماشوم راوړي. په ټوله نړۍ کې د افغان ميرمنو د بې سوادۍ، بې وزلۍ او کم عمر لرلو کچه لوړه ده.
ډیرې ميرمنې او نجونې په کراتو، کراتو له ناوړه فزیکي چاپيریالونو څخه هم سرټکولی او دا د ښځو په ژوندانه کې د پرمختګ د راتللو په مخ کې یوه ستره ننګونه بولي. ښځې او راتلونکې ټاکنې:
زموږ د هېواد د نفوسو نږدې نیمايي برخه ښځې تشکیلوي، له دې امله لازمه ده څو د هېواد له نارینه وو سره اوږه په اوږه ودریږي او په راتلونکو ټاکنو کې چې یو برخلیک ټاکونکی ملي بهیر دی پراخ ګډون وکړي. ښځې باید خپله نهايي هڅه وکړي څو په ټاکنو هغه نوماند ته رایه ورکړي چې په حکومت کې یې ښځې ځانګړی نقش او رول ولري. باید وویل شي چې په ټاکنو کې د ښځو د ګډون په وړاندې یو شمېر ستونزې شته چې ځینو ته یې په لاندې ډول اشاره کېږي، حکومت دنده لري چې د دې ستونزو د له منځه وړلو په موخه کوټلي ګامونه واخلي. لومړۍ: په ټاکنو کې د ګډون لپاره د ښځو پر وړاندې تر ټولو ستره ستونزه د امنیت مساله ده، امنیتي نهادونو ویلي دي چې د ۹۲ سلنو رایه ورکولو مرکزونو امنیت به خوندي کړي. خو داسې ښکاري چې ددې مرکزونو د امنیت تامین نسبي دی او جدي تضمین وجود نلري، ځکه چې د هېواد په ځینو ولایتونو کې د دولت وسله وال مخالفین فعاله دي او په دې وروستیو کې یې خپلې حملې زیاتې کړې دي. په هېواد کې اوسني وضعیت ته په کتو سره ویلی شو چې د هېواد په ځینو ولایتونو کې به د ټاکنو پر ورځ امنیت هومره خوندي نه وي. د رایې اچونې د مرکزونو امنیت تر ډېره بریده د طالبانو له خوا ګواښل کېږي، او دوی هغه ډله دي چې په دودیز ډول په ټاکنو کې د ښځو له ګډون سره مخالفت لري. له دې امله ویلی شو چې د هېواد د نورو قشرونو په پرتله دې قشر ته امنیتي ګواښونه ډېر زیات دي.
د دې لپاره چې په دې برخه کې د ښځو اندیښنې له منځه یوړل شي د ټاکنو پر ورځ باید له هغو نړیوالو ځواکونو څخه مرسته وغوښتل شي چې په افغانستان کې میشت دي. دویم: بله مساله د ښځو د اوسېدو له ځایونو څخه د رایې اچونې د مرکزونو لیرې والی دی، چې د ټاکنو پر ورځ به په اکثرو ځایونو کې لارې هم د واورې د اورښت له امله بندې وي او ښځې به ونتوانیږي چې خپلې رایې وکاروي. ددې لپاره چې دغه ستونزه هم هواره شي، اړوند ټاکنیز نهادونه او ولسمشریزو ټاکنو ته نوماندان باید دوی ته د حمل او نقل وسایل برابر کړي چې هم یې له کوره د رایې اچونې مرکزونو ته یوسي او هم یې بېرته راوړي. لازمه ده څو دولت ددې ستونزې د هوارۍ لپاره له همدا اوس څخه لازم تدبیرونه ونیسي چې په راتلونکي کې له ستونزو سره لاس او ګریوان نشي.
دریم: په ټاکنو کې د ښځو د ګډون په وړاندې یوه بله ستره ننګونه دودیزې او سنتي مسلې دي چې اوسمهال هم زموږ په ټولنه کې حاکمې دي او کورنیو ته یې هم په بشپړ ډول نفوذ کړی دی او له کورنیو له خوا ښځو ته اجازه نه ورکول کېږي چې په ټاکنو کې ګډون وکړي او په دې برخلیک ټاکوونکې کې بهیر کې ونډه واخلي.
تر دې دمه په هېواد کې په ځانګړې توګه په کلیوالي سیمو کې عمومي باور دا دی چې ښځې باید یواځې په کورونو کې د څلورو دیوالونو تر شا محسورې وي. ددې ستونزې د لیرې کولو لپاره لازمه ده څو په دې اړوند د عامه پوهاوي کچه لوړه شي. همدارنګه دیني علما هم باید په دې برخه کې خپله دنده ترسره کړي او خلکو ته پوهاوی ورکړي.
په دې اړوند د راتلونکي حکومت دنده: لکه څرنګه چې متحده آیالات او نور مرستندویه هيوادونه په افغانستان کې اساساً په خپلو نظامي او نورو ژمنو کې د کمښت راوستلو تياری نيسي او د امریکې متحده ایالتونو خو لا له وړاندې له افغانستان سره په خپلو پرمختیايي مرستو کې ۵۰ سلنه کموالی راوړ، ځکه نو لازمه ده چې نړیواله ټولنه او راتلونکی افغان حکومت باید د ميرمنو د حقوقو د خوندیتوب لپاره قوي بنسټونه جوړ کړي. یو ځل بیا هم د یادونې وړ ده چې د طالبانو د سقوط څخه ۱۳ کاله کيږي، مګر بياهم د ميرمنو او نجونو په وړاندې تاوتریخوالي ډیرزیات دي، چې ډیره لږه او یا هيڅ پوښتنه یې نه کيږي چې دا هم د راتلونکي حکومت دنده ده، څو په دې برخه کې شعاري نه بلکې عملي ګامونه اوچت کړي.