تاند- سریلانکا نن پاکستان ته په پایلوبه کې په پنځو وکټونو او ۲۲ توپونو ماتې ورکړه او د اسیايي اتلولیو جام یې وګاټه.

لوبه یا بیټنګ پاکستان پیل کړ او په خپلو پنځوس اورونو کې یې د پنځو لوبغاړو د سوځېدو په بدل کې ۲۶۰ منډې وکړې.

سره له دې چې پاکستان سریلانکا ته لوړ هدف یعني ۲۶۱ منډې ټاکلی و خو پاکستاني بالران ونه توانېدل چې د سریلانکايي لوبغاړو د منډو مخه ونیسي.

د سریلانکا لومړي دوه لوبغاړي نسبتاً ژر وسوځېدل خو دوو نورو ښه شراکت یا همکاري وکړه.

 سریلانکايي لوبغاړي تیري مني ډېره ښه لوبه وکړه. نوموړي په ۱۰۷ توپونو ۱۰۱ منډې جوړې کړې او سریلانکا یې د بري تر پولې ورسوله.

دا په روان تورنمنټ کې د ده دوهمه سلیزه وه.

د سریلانکا جېواردیني په ۹۳ توپونو ۷۵ منډې جوړې کړې.

د سریلانکا نامتو بالر ایس ایل ملنګي ۵ پاکستاني لوبغاړي وسوځول. ده په ۱۰ اورونو کې ۵۶ منډې ورکړې.

په دې تورنمنټ کې، چې په بنګله دېش کې جوړ شو، افغانستان، پاکستان، هند، بنګله دېش او سریلانکا ګډون درلود.

دا د افغانستان لپاره لومړی ځل و چې په اسیايي کپ کې یې ګډون وکړ. افغانستان په دې سیالیو کې یوه مسابقه وګټله او ۳ یې وبایللې. د بنګله دېش په وړاندې، چې د لوبو کوربه و، بري افغانستان ته په یو ورځنیو نړیوالو مسابقو کې د ګډون ځای ورکړ او په دې لوبو کې یې د افغانستان مقام دوولسم ته رالوړ کړ.

2 thoughts on “سریلانکا د کرکټ د اسیايي اتلولیو جام یووړ”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *