ليکنه:عبدالمتين،متين –

د (۱۳۵۷) کال را په دې خوا په مليونونو افغانان د جګړو له امله د خپل ټاټوبي پرېښودو ته اړ شول. د دې ناخوالو له کبله پنځه مليونه افغانان ګاونډي هيواد پاکستان، له دوو نه تر درې ميليونو پوري ايران او زرګونه نور بيا امريکا او اروپايي ممالکو ته وکوچېدل. په امريکا او اروپايي هيوادونو کې لا تر يوه بريده د افغان کډوالو ژوند ښه دى، مګر د افغانستان په ګاونډيو هېوادونو پاکستان او ايران کي افغانان له بېلا بېلو ستونزو سره مخ وو او دي. په لومړيو کي چي افغانانو ته د پاکستان د دولت له لوري کوم څه نه ويل کېدل او دوى ته به په هره برخه کي د کار کولو تعليم او تحصيل کولو زمينه برابره شوې وه، خو کله چي په افغانستان کي د پاکستان ګټي د دوى په نظر له خطرونو سره مخ شوې، نو په داسي حال کي بيا دوى پر افغان کډوالو خاوره سور تنور کړه. همدا راز يې په زرګونو بې ګناه افغانان په مختلفو پلمو پر بنياد ونيول او تر خپلو زندانونو يې ورسول چي همدا اوس د سرحد، پنجاب، سند او بلوچستان په ايالتونو کي په بنديخانو کې د بند شپې او ورځي تېروي، علت يې لا هم څرګند نه دی.

له دې ورها خوا د زياترو افغانانو پنډغالي وتړل شول او د بې ځايه شويو افغانانو لپاره يې يو بل سرخوږی جوړ کړ. دا او دې ورته نوري ناخوالي هم افغانان زغمي او دا لړۍ لا هم روانه ده. کومو افغانانو چي بيا له دې ستونزو څخه د خلاصون هڅه کړې او د افغانستان لور ته يې مخه کړې ده، نو هغوی بيا دلته د افغان دولت او نړيوالي ټولني د نه پاملرني له کبله له بې شمېره ستونزو سره مخ دي. د افغانستان د کډوالو چارو وزارت په ويب پاڼه کي د يوې احصايې له مخي په (٢٠١٠) کال کي د بيرته راستانه شويو افغان کډوالو شمېره (۵۷۵۸۲) ښودل شوى دى او په کور دننه د بېځايه شويو کورنيو شمېر (٢٩٧.١٢٩) دى چي ډېرى يې (٥٧٥٨٢) له ګاونډي هيوادونو پاکستان او ايران څخه را ستانه شوي دي.

اوس پوښتنه داده چي د دغو افغان کډوالو لپاره زموږ دولت کومي اسانتياوي برابري کړي؟ په کندهار، غزني، هلمند او اروزګان ولايتونو کي زياتره کډوال پر دولت تور لګوي چي د دوى لپاره يې بنسټيز کار نه دى کړى. د غزني ولايت اوسېدونکى عبدالرحمن چي له نن څخه ٨ کاله مخکي د پاکستان څخه له خپلي دوولس کسيزي کورنۍ سره خپل هيواد ته راستون شوى وايي، چي دولت بغير له دې چي د نفر پر سر يې راسره په اول کال کي سل ډالره مرسته کړې، نور مو هيڅ هم نه دي ليدلي، په داسي حال کي چي موږ پر سرپناه سربېره د ژوندانه نورو اسانتياوو ته هم ضرورت لرو.

که چېري وکتل شي، نو عبدالرحمن په څېر ډېرى را ستانه شوي کډوال له ډول ډول ستونزو لاس او ګرېوان دي. نورعلي چي د کندهار ولايت د پنجوايي ولسوالۍ اوسېدونکى دى پنځه کاله مخکي د ايران له زاهدان ښار څخه خپل هيواد ته راستون شوى  او وايي ((له تېرو پنځو کالو راهيسي په کندهار ښار کي د کرايې په يوه کور کي ژوند کوم، هره مياشت د مهاجرينو چارو رياست ته ورځم، کله مي په يوه او کله مي هم په بله پلمه تېرباسي. موږ څه وکړو آيا موږ غلط کار کړى دى چي خپل هيواد ته راغلي يو؟ کار نسته، ماشومان مي ډوډۍ، سرپناه، جامې راڅخه غواړي دا څنگه دولت دى په تېرو ١٣ کلونو کي د دنيا ډالرونه په افغانستان کي مصرف شول، خو د مهاجرينو لپاره تر اوسه کوم بنسټيز کار نه دى شوى. زموږ مهاجرين په اوسني وخت کي ډېرو مرستو ته اړتيا لري، په تېرو ١٣ کلونو کي رښتيا هم د مهاجرينو لپاره کوم بنسټيز کار نه دى شوى او فکر نه کوم چي د کرزي صاحب د دورې تر پايه دي د افغان کډوالو ژوند ته پاملرنه وشي. نوي دولت ته پکاره ده چي دا چاره په جدي توګه په پام کي ونيسي او د مهاجرينو لپاره يوه داسي ستراتيژي غوره کړي چي د ژوندانه ټولو ضرورياتو ته پکي پاملرنه وشي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *