تاند- د بي بي سي د نړیوال سرویس له راپور سره سم پوهان وايي چې ژر به د بویونې د حس (شامه) په وسیله د ناروغیو د تشخیص جوګه شي.

د دوی په وینا روانه اوونۍ د بویونې د یوه ماشین په ذریعه یې بوی هومره دقیق تشخیص کړای شو لکه څرنګه چې مموګرام ماشین د سینې سرطان معلوموي.

1رایټس جوني، چې خاوند یې د پروسټېټ سرطان درلود، د دې ماشین د ازمویلو په مهال وویل، هماغسي بوی یې احساس کړ چې د خپل خاوند د سرطان یې حس کړی و.

د طبي چارو څېړونکي هیله لري چې په دې برخه کې به له حیواناتو څخه هم، چې شامه حس یې تر انسانانو قوي، دی استفاده وکړای شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *