تاند- د ملګروملتو له یوه راپور سره سم په پاکستان کې شپږ ملیونه او ۷ لکه تنه په مخدرو موادو روږدي دي چې په سلو کې ۲۰ یې ښځې دي.

د ملګروملتو له مخدرو موادو او جرمونو سره د مبارزې ادارې دا خبره په پاکستان کې د مخدرو موادو د استعمال په اړه په خپل راپور کې کړې ده.

په راپور کې ویل شوي چې په پاکستان کې په بېلابېلو مخدرو موادو د اکثرو روږدو کسانو عمرونه د ۱۵ او ۶۵ کلونو ترمنځ دی.

په دې راپور کې دا خبره نوې ده چې د دغه هیواد په سلو کې ۲۰ نشه یان ښځې او نجونې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *