تاند- دوو امریکايی ورځپاڼو راپور ورکړ چې د مالیزیا د ملي هوايي شرکت د الوتکې ټوټې د ویتنام په اوبو کې موندل شوي دي.
وال ستریټ ژورنال او لاس انجلس ټایمز ورځپاڼو په خپلو ویبپاڼو کې څو سېبې مخکې ولیکل چې د سینګاپور یوې بېړۍ د مالیزیايي الوتکې په پلټونکو عملیاتو کې ځیني ټوټې موندلي چې غالباً د مالیزیا د بوینګ ۷۷۷ الوتکې دي.
د مالیزیا د هوايي شرکت الوتکه د شنبې په ورځ د دغه هیواد له پلازمېنې کوالالمپوره تر الوتو ۲ ساعته وروسته بې درکه شوه.
په الوتکه کې ۲۳۹ تنه سپاره ول.
د مالیزیا د هوايي ځواک قومندان هم څو شېبې مخکې وویل چې موندل شوې ټوټې ممکن د مالیزیايي الوتکې وي.
تر دې مخکې د سي این این د هوايي چارو یوه متخصص خبریال د ځینو دلایلو پراساس ویلي و چې دا الوتکه غالباً لوېدلې نه ده. هغه په دې اړه څه نه و ویلي چې که لوېدلې نه وي نو باید چیري تللې وي.