د ٢٤ ولايتونو ترمنځ د اتصالات چيلنج کپ سياليو په ترڅ کې د کوچيانو لوبډلې د هرات ولايت لوبډلې ته ماتې ورکړه.
يادې سيالۍ د ننګرهار ولايت په غازي امان الله خان او بهسودو پله لوبغالي کې روانې دي.
پرون ددې سياليو په ترڅ کې د کوچيانو او هرات ولايت لوبډلو ترمنځ لوبه ترسره شوه، ددې لوبې پچه د کوچيانو لوبډلې وګټله او لومړى يې د توپوهنې پرېکړه وکړه. د کوچيانو لوبډله ٤٦ اورونو کې دلسو لوبغاړو په سوځېدو ٢٦١ مندې جوړې کړې.
د کوچيانو له لوري رشيد ٨٠، جلات ٥٢، او ملوک ٤٢ منډې جوړې کړې، او د هرات له لوري عبدالله پنځه لوبغاړي وسوځول.
د هرات ولايت لوبډله ياد هدف ترلاسه نه شو کړاى او ټوله لوبډله يې په ٣٧اورونو کې په ١٧٢ منډو وسوځېدله. د هرات له لوري نعمت ٥٨ او عبدالله ٢٥ منډې جوړې کړې. د کوچيانو له لوري رشيد د هرات درې لوبغاړي وسوځول.