تاند- د پاکستان تر ټولو په لوی ښار کراچۍ کې د دوو نجونو، چې له سخت تشدده وروسته وژل شوې وې، مړي نن /دوشنبه/ وموندل شول.

ویل شوي چې د دغو نجونو، چې پتلونونه اغوستي، عمرونه د ۱۷ او ۲۰ کلونو ترمنځ ښکاري.

تر دې مخکې د کراچۍ په یوه بله سیمه (موچ ګوټ) کې د یوې کورنۍ د ۵ غړيو مړي له تښتول کېدو وروسته وموندل شول. هغوی هم په بې رحمۍ وژل شوي وو.

په پاکستان، په تېره بیا کراچۍ کې دا ډول قتلونه دومره زیات دي چې خلکو ته نور عادي ښکاري او د اکثرو د وژل کېدو نه علت څر ګندېږي او نه یې عامل نیول کېږي. خو اکثره قتلونه د ژبې، قوم، مذهب یا مذهبي فرقې پراساس کېږي.

One thought on “په کراچۍ کې د دوو نجونو مړي وموندل شول”
  1. پدې اړه خبرونه مې خواشينی کوي له رسنيو تمه کيږي چې خپاره يې نکړي او يوازې له جنايي اورګانونو سره پرېږدي .
    انسان چې دومره بې رحمه شي او داسې څه واورم زړه مې تنګ شي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *