نېټه : ١٣٩٢-١٢-١٨
کندهار، افغانستان–په شاوليکوټ او ميانشين ولسواليو کي د بهرنيو ځواکونو له لوري د عملياتو پر مهال پنځه وسله وال مخالفين وژل سوي دي. د عملياتو پر مهال د وسله والو مخالفينو له لوري په ډزو کي يو تن عام وګړى ټپي سوى، چي ژر تر ژره د کندهار ميرويس روغتون ته انتقال سوى دى.
افغان امنيتي ځواکونو د پرله پسې تصفيوي عملياتو پر مهال ٢٢ کړۍ ماينونه او يو شمېر نور چاودېدونکي توکي نيولي دي. ياد چاودېدونکي توکي د پنجوايي ولسوالۍ په تلکان سيمه کي پرون سهار مهال د يو کور څنګ ته ځاى پر ځاى سوي ول، چي په تړاو يې يو شکمن کس هم نيول سوى دى.
امنيتي ځواکونو د پنجوايي ولسوالۍ په کارېزو سيمه کي يوه دستګاه، چې په يوه باغ کي ځاى پر ځاى سوې وه، نيولې ده. دغه دستګاه د طيارې په نښه کولو لپاره کارېږي.
دکندهار په معروف ولسوالۍ کي يو تن قومي مشر د دوو نامعلوموکسانو له خواد ډوزو په پايله کي ټپي سوى دى.
ياد قومي مشر تېره ماښام ناوخته د معروف ولسوالۍپهتغړه سيمه کي د نامعلوموکسانوله خوا د خپل کور مخي ته په ډزو ټپي سوى دى.