نېټه : ١٣٩٢-١٢-١٩
کندهار، افغانستان– د ٢٠٥ اتل قول اردو سرتېرو په تېرو څلورويشت ساعته بېلابېلو عملياتو کي درې تنه وسله وال وژلي، دوه تنه ټپي سوي او ګڼ شمېر وسلې يې لاسته راوړي دي.
ياد چاڼيز عمليات د کندهار ولايت په غورک، شاوليکوټ، پنجوايي او ارغنداؤ ولسواليو کي ترسره سوي دي، چي په پايله کي يې د پنځو تنو د مرګ ژوبلي تر څنګ د شاوليکوټ ولسوالۍ په ميرزا کلي کي درې ميله چره يي توپکان، يو ميل مارکول، يوه دهشکه ترلاسه سوي دي.
د پنجوايي ولسوالۍ د لنګي په کلي کي يې ١٤ کړۍ ماينونه، درې پليټه ماينونه، درې فيره هاوان، د ٨٢ ملي مترۍ توپ کشف او شنډ کړي دي.
همدارنګه يې د ارغنداؤ او غورک ولسواليو کي درې کړۍ ماينونه او په غورک ولسوالۍ کي يې د عملياتو په پايله کي درې کړۍ ماينونه کشف او شنډ کړي دي.