تاند- د استرالیا پولیسو یو تن نیولی چې غوښتل یې د بې پېلوټه الوتکې په وسیله د پلازمېنې ملبورن محبس ته دننه مخدر مواد قاچاق کړي.
د استرالیا د ویکتوریا ایالت پولیسو نن /دوشنبه/ وویل، پرون د ملبورن د یوه محبس مسوولانو پولیسو ته خبر ورکړ چې د محبس دپاسه یوه بې پېلوټه الوتکه ګرځي.
په دې څلورماشینه الوتکه کې یوه اندازه مخدر مواد موجود ول.
پولیسو په دې تړاو یو سړی او یوه ښځه، چې د سړک په غاړه په موټر کې سپاره ول او الوتکه یې د ریموټ کنټرول په وسیله کنټرولوله، پېژندلې ده.
۲۸ کلن سړی، د مخدرو موادو د لرلو او د مجرمانه عمل په تور له نیول کېدو وروسته په ضمانت خوشي شوی خو راتلونکې اوونۍ محکمې ته بلل شوی دی.