تاند- د ملګروملتو د بشري حقونو کمېټې په خپل وروستي راپور کې وویل چې تېر کال (۲۰۱۳) په افغانستان کې د امریکا د بې پېلوټه الوتکو حملې زیاتې شوي خو په پاکستان کې لږې شوي دي.
د ملګروملتو د بشري حقونو د کمېټې په راپور کې ویل شوي چې د بهرنیو پوځیانو له لوري د ټولو ملکي تلفاتو په سلو کې ۴۰ د بې پېلوټه الوتکو د بریدونو په نتیجه کې رامنځته شوي دي.
د راپور پراساس ملګرو ملتو په افغانستان، پاکستان، یمن او ځینو نورو هیوادونو کې د بې پېلوټه الوتکو د حملو په اړه د بې پلوه او مستقلو تحقیقاتو غوښتنه کړې ده.
د ملګروملتو په راپور کې نه دي ویل شوي چې په افغانستان کې د بې پېلوټه الوتکو په بریدونو کې څومره کسان وژل شوي دي.
تر دې مخکې ملګروملتو په یوه راپور کې ویلي و چې په ۲۰۱۳ میلادي کال په افغانستان کې د ملکیانو تلفات د ورتېر کال په پرتله په سلو کې ۱۴ زیات شوي دي. د ملګروملتو په راپور کې ویل شوي و چې په ۲۰۱۳ میلادي کال په افغانستان کې نژدې ۳ زره ملکي افغانان وژل شوي دي.
د ملګروملتو په راپور کې د څه باندې ۸۰ فیصده ملکیانو د مرګ ژوبلو پړه د طالبانو په غاړه اچول شوې ده.