سږ کال د افغانستان د ملي شورا ژمنی رخصتۍ چې نږدې یوه نیمه میاشت کېږي، د ټاکل شوي وخت څخه یو څه وروسته پیل شوې، یا په بله اصطلاح وځنډېدې او علت يې هم د مالي کال د بودیجې نه تصویب و او دا رخصتي له وخت څخه کمه موده وروسته پیل شوه.

     دا رخصتي کاندیدانو ته ددې لپاره ورکول کېږي، څو استراحت نه، بلکې په دې موخه يې په خپلو ولایتونو کې تېره کړي، چې هلته له خپلو موکلانو سره وګوري، ولسوالیو او کلیو ته سفرونه ولري، په غونډو کې له بېلابېلو خلکو، سپین ږیرو، ځوانانو او بالاخره دهر ډلې او قشر له خلکو سره کښېني او په تېر کال د خپلو کړنو په اړه د معلوماتو  او لاسته راوړنو د معلوماتو ورکولو  تر څنګ  دهغوی ستونزې واوري، ورسره یادښت يې کړي او ددې ترڅنګ خپله هم د خپل ولایت ستونزې درک او تر رخصتۍ وروسته يې پارلمان ته له راتګ سره په عمومي غونډو او یا اړوندو کمیسیونونو کې مطرح کړي.

       سږ کال دا رخصتۍ ژمی داسې مهال را پېښې شوې، چې د راتلونکو ټاکنو د ولسمشرۍ ریاست د کاندیدانو ټاکنیز کمپاینونه او مبارزې پیل شوې. تر دې وړاندې ددې څوکۍ لپاره د کاندیدانو د لومړنۍ نیم لیکنې پرمهال چې تر نهايي لېست وړاندې يې شمېره ۲۷ کسانو ته رسېده، د ولسي جرګې ګڼ غړي او د سناتوران د خپلې خوښې کاندیدانو سره د نوم لیکنې بدرګې ته د ټاکنو کمیسیون کې ولیدل شول او دايې څرګندوله، چې څوک له چا نه ملاتړ کوي!

   دلته تر ټولو مهمه خبره د ولس ناپایه او ګڼې ستونزي دی، چې هره ورځ ورسره مخ کېږي او د ولس د استازو په توګه ترې ځینې وکیلان نا خبره او یا هم په کابل کې لرې پاتې شوي او دا ستونزې یې ځکه له نږدې نه دي اورېدلې او لیدلي، چې د خپل امنیت په اړه ورسره وېره شته.

      همد اوس مهال دملي شورا ګڼ استازي په پټه او ښکاره هڅه کوي، چې په کابل او یا هم ولایتونو کې د ولسمشرۍ د ۱۱ کاندیدانو له ډلې د ځانګړو هغو ملاتړ لپاره په یوه ډول نه یوه ډول کمپاین وکړي، که له خپلو موکلانو سره ګوري، هم نو موخه يې دا وه، چې د ځانګړي کاندید ملاتړ په اړه خبرې وکړي، چې ورته پټه او ښکاره بلنه په کې نغښتې

       دوی په حقیقت کې خپله هغه دنده هېره کړې، چې په خپل ولایت کې د عامو خلکو دحال احوال پوښتلو، ستونزو څخه د ځان خبرولو او ورته د حل لارو چارو پیدا کولو او اړوندو چارواکو سره د مطرح کولو څخه عبارت ده. ددې ترڅنګ د ولایتي ځايي ادارو د والي په شمول تر ولسوال پورې چارواکو د کارونو کتنه او ورسره نږدې خبرې، بحث کول او د معلوماتو تر لاسه کول دي.

په دې کې شک نه شته، چې د ولسمشرۍ ټاکنې هم د افغانانو له حیاتي مسایلو څخه یوه ده او بيا افغانان خپلې رايې د خپل هېواد او خلکو د راتلونکي برخلیک لپاره وکاروي، خو ای کاش چې د ولسي جرګې او سنا همدا ځينې غړي د نوم لیکنې پرمهال هم په خپلو اړوندو ولایتونو کې خلک د نوم لیکنې او کارت اخیستلو ته هڅولي او خپل ملي مسوولیت يې ور په ګوته کړی وي.

    زیاته برخه کاندیدان، چې ډېری یې په ټاکنو کې تر بیا وروسته کابل مېشتي شوي، باید د ژمنیو رخصتو څخه اصل�� ګټه واخلي، د  کوم کاندید لپاره د ټاکنیزو منډو ترړو او مبارزو پر ځای دې خپلو ولایتونو ته ولاړ شي او خپل پارلماني مسوولیت ته په پام سره د هغوی اوښکې پاکې او د درد لپاره ورته درمل ومومي. له دې پرته به نه یواځې چې خلکو ورڅخه مخ ګرځولی وي، بلکې خپلي ملي پارلماني مسوولیت به يې نه وي تر سره کړی او په ملي شورا به يې د خلکو ویسا او ورڅخه هیله ځپلې وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *