ياده شوې پيښه د سه شنبې په ورځ غرمه مهال د سنگين ولسوالۍ په شكرشيله سيمه كې هغه مهال رامنځ ته شوه كله چې يوپلاراو دده دوه زامن چې دريوواړود د ماشومانود واكسين په برخه كې د رضاكارانوپه توگه كاركاوه د ځمكني ماين په چاودنه كې ځاى پرځاى په شهادت رسيدلي دي.

د هلمند ولايت مقام د ترهگرودغه عمل چې هروخت يې ډيره مرگ ژوبله ملكي اوبيګناه خلكوته اوړي په سختوټكوكې غندي اودا عمل د انسانيت اوبشريت ضد عمل بولي.

د شهيدانوله كورنۍ سره په دې غم كې ځان شريك بولي اود كورنۍ غړوته يې د تسليت مراتب وړاندې كوي اوشهيدانوته د الله له دربارڅخه د فردوس جنت غوښتنه كوي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *