نن شاوخوا ١:٣٥ بجې دکندهار ښار په شپږمه ناحيه کي يوتن ځانمرګي بريد کوونکي چي غوښتل يوې ډيپلوماټيکي ساحې ته داخل سي هدف ته تر رسېدو مخکي دافغان امنيتي ځواکونو لخوا پېژندل سوى او له منځه تللى دى ، ياده پېښه کي چاته کوم ځاني او مالي تاوان نه دى اوښتى .
دا په داسي حال کي ده چي پرون هم درې تنه ځانمرګي غوښتل د ملي امنيت د منسوبينو کورونو ته داخل سي او د هغوى په کورونو کي بېره خپره کړي. خو د ملي امنيت د منسوبينو او ملي پوليسو له لوري ياد درې واړه ځانمرګي بريدکوونکي د يوه ساعت په اوږدو کي ووژل سول.
وسله والو مخالفينو تل هڅه کړې چي د خلکو په منځ بېره خپره کړي، خلک ووژني او خپلو شومو اهدافو ته ځانونه ورسوي، خو زړه ورو او ويښو امنيتي ځواکونو هر وخت د دوى د شومو اهدافو مخه نيولې او د سر په بيه يې ولس د دوى له وژنو ژغورلى دى.
