نېټه : ١٣٩٢-١٢-٢٢
کندهار، افغانستان– د کندهار د امنيت امر د افغان ملي پوليسو د نورو لاسته راوړنو تر څنګ د تېرو دوو اوونيو په اوږدو کي د شپږو وسله والو مخالفينو د نيولو خبر ورکړ.
د کندهار د امنيت آمر سمونوال رحمت الله اطرافي نن پنجشنبه د ولايت مقام د رسنيو او معلوماتو په مرکز کي د جوړي سوي اوونيزي غونډي په ترڅ کي وويل، د تېري اوونۍ په اوږدو کي يې له ښه مرغه د دښمن ډېر مهم او خطرناک پلانونه شنډ کړي، د بېلابېلو درنو او سپکو وسلو تر څنګ يې شپږ وسله وال ټروريسټان هم نيولي دي. دغه راز يې درې ځانمرګي بريدکوونکي له منځه وړي، دوه وسله وال مخالفين يې وژلي او څلور نور يې ټپيان کړي دي.
د امنيت امر زياتوي، چي يادي لاسته راوړني يې د عملياتو په ځانګړي ډول “چمتو درې” په نوم تصفيوي عملياتو په ترڅ کي له کندهار ښار او ولسواليو کي ترلاسه کړي چي د مهماتو له جملې څخه ٢ عرادې له چاودېدونکو توکو ډک موټرسايکل، ١ عراده فيلډر موټر، ١ عراده زرنګ موټرسايکل، ١ عراده ماردا موټر، ٢١٧ بېلابېل ماينونه او لاسي بمونه، ٥٠٠ عدده د ماين چرۍ، ٩٣ کيلوګرامه باروت، ٦٢٠ متره ثانيه سوز لاين، ٨٦ عدده د ماين کانچې، ٢٦١ عدد د ماين پټاکۍ، ٢٢ عدده د ماين بټرۍ، ٢٤ عدده د ماين ريموټ کنټرولونه، ١ ميل ٨٢ ملي مترۍ توپ، ١ ميل راکټ انداز له ١٤ مرميو سره، ٢ ميله پيکا له ١٣٠٠ مرميو سره، ١٥ ميله کلاشينکوف له ٢٢ شاژورونو سره، ٣ ميله توپنچې، ١ ميل پاکستانۍ چره يي سلاح، ١٢ پايې بېلابېلې مخابرې، ١ پايه دوربين، ٥ قبضې برچې، ١٢٠٠ فيره د پيکا مرمۍ، ٦٠٠ فيره د کلاشنکوف مرمۍ، ٢٢٠ فيره د زيکويک مرمۍ، ٣٥ فيره د هاوان مرمۍ، ٥٢ عدده د هاوان د مرمۍ سرګلولې، ٧٧ فيره د اګايز مرمۍ، ٢ فيره د مزايل مرمۍ، ٢٠ فيره د ٨٢ ملي مترۍ مرمۍ او ١٦٣ عدد د ٨٢ ملي مترۍ د مرمۍ سرګلولې نيولي دي.
د امنيت امر سمونوال رحمت الله يادونه وکړه چې د يادو لاسته راوړنو تر څنګ يې ٤١ ګرامه هيروين، ١٩٩ ګيلوګرامه چرس، ٤ ګرامه شيشه، ٥٣٧٠٠٠ کلداري د مخدره موادو په ارتباط او ورسره په تړاو يې لس تنه نيولي دي.
د امنيت امر وويل، دغه رنګه يې ٣٦ کسان د غلا، قاچاق، کورني تاوتريخوالي، فرېبکارۍ او لواطت په تور نيولي دي. اطرافي دغه راز د يو شمېر نورو وسلو د نيولو يادونه هم وکړه.
ښاغلي اطرافي د ټرافيکي عوايدو په اړه يادونه وکړه چي، د تېرو دوو اوونيو په اوږدو کي يې ٢٢٨٩٨٠ افغانۍ ټرافيکي عوايد د مستوفيت له لاري افغانستان بانک ته تحويل کړي دي.
د امنيت امر وويل، پوليس او ټول افغان امنيتي ځواکونه په پوره ډول د دې توان لري چي امنيتي حالت کنټرول کړي نو ځکه يې خلکو ته سپارښتنه وکړه چي له وېري او ډار پرته په راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو کي پوره برخه واخلي.
نوموړي وويل: “د ټاکنو لپاره مو هم پلانونه جوړ کړي دي، د هر مرکز لپاره ښځينه او نارينه پوليس لرو، ولس ته ډاډ ورکوو چي له بيرې پرته دي په ټاکنو کي برخه واخلي. د نوي کال لپاره مو پوره امادګي نيولې ده، ټول مېله ځايونه د خلکو پر مخ پرانيستي دي.”