ژباړه: حزب الله اتل –

سرچینه: ادم باش! (سایټ)

۱ـ دنیا د هغو د اعمالو په نتیجه کې نه ورانېږي چې؛ شیطاني کارونه کوي، بلکې د ورانۍ مسوولین هغوی دي چې؛ یوازې ننداره کوي.

ـ یوازې د یو بریالي انسان کېدو هڅه مه کوئ، بلکې ارزښتمند هم واوسئ.

ـ که انسانانو پخپل ټول عمر کې یو ځل هم د معدې په شان د مغزو له میلونیمې برخې کار اخستی وای، نن به دنیا بل تعریف درلودای.

ـ د ژوند تېرولو دوه طریقې شته: یو داچې؛ فکر وکړې هېڅ معجزه نشته، بل داچې؛ د دنیا ټول دار و مدار یوه معجزه ده.

ـ ترهغو چې په دې دنیا یو ناراض ماشوم پاتې وي، د بشري پرمختګ یو څرک به هم ونه لیدل شي.

ـ ځیرک انسان هرې مسلې ته حل وباسي، خو پوه انسان له هرې مسلې سره له مخ کېدو ځان لېرې ساتي.

ـ همدا چې؛ (زده کول) بس کړئ، مړه یاست.

ـ که څوک داسې احساس کړي چې؛ په ژوند کې هېڅ ستونزې سره ندی مخ شوی، دا پدې معنی ده چې؛ په ژوند کې هېڅ په نویو شیانو پسې ندی ګرځېدلی.

ـ ژوند لکه بایسکل داسې دی، د تعادل لپاره یې باید حرکت وکړې.

ـ هغه غذاوې چې انسان روغ ساتي، هغه ندي چې خوري یې، بلکې هغه دي چې؛ ښه یې هضمولی شي.

ځواب دلته پرېږدئ