پرون شپه مې په آريانا ټلويزيون د ((رای)) په پروګرام کې د ښاغلي وحيد عمر د ډاکټر زلمي رسول د کمپاین غړی؛ ښاغلي فاروقي د ټرانسپورټ پخواني وزیر او دمخکښ نوماند ډاکټر اشرف غني احمدزي او تحول او تداوم د ټیم ویاند؛ او ښاغلي انجنیر محمد عاصم د ډاکټر عبدالله عبدالله د کمپاین غړي بحث کتلو. وحید عمر دا خبره چې نور دا بحث منتفي دی چې حکومت له ښاغلي زلمي رسول څخه ملاتړ کوي. استدلال يې دا وو چې له هر نوماند څخه ځانګړي وزیران ملاتړ کوي. نوموړې د ښاغلي عبدالله عبدالله او ډاکټر اشرف غني احمدزي د ملاتړو وزيرانو نومونه هم واخيستل، اما دښاغلي زلمي رسول د ملاتړو په اړه وايي چې شاید د دوی له ټیم څخه ملاتړي وزیران ولرو، ولي نومونه يې وانه خیستل.

دا په داسې حال کې چې نوموړي د ولسمشر پخوانی ویاند او د ډیپلوماسي یو څه تجربه لري، کلکه دعوه یی هم وکړه چې نوموړي په ټولو موضوعاتو بشپړ خبر دي. البته یوازې په هغو وزیرانو او والیانو خبر دی چې دده د نوماند ولسمشر ملاتړي نه دي!! نوموړې دډاکټر اشرف غني احمدزي تېرې دورې ته په اشارې نېوکه وکړه او ويې ويل چې د ډاکټر اشرف غني احمدزي هغه د د ارزښتونو جګړه او سياست څو شو؟ یعني اوس مو ارزښتونه تر پښو لاندې کړيدي؟ غواړم په دې اړه څو لنډې خبري ولرم:

اول: د ښاغلي زلمي رسول څخه د شاید تر بريده نه بلکي د همدې ټيم مهم غړي دا اعتراف کوي چې د دولت اوپراتيفي بودجه ټوله د زلمي رسول د کمپاین په خدمت کې ده.

دوهم: ټول استخباراتي او اوپراتیفي معلومات د ددوی له ټيم سره شرېکېږي او پر بنسټ یې د کمپاین تګلاره ټاکي. درييم: د ښاغلي زلمي رسول په ملاتړ د جرګې جوړول. لومړی د کابیني دګڼو غړو په اعتراف چې ښاغلې قيوم کرزی د زلمي رسول په ګټه دوی تېر کړ. وروسته همدې جرګې د اتحاد شورا های حزب اسلامي افغانستان هم د والیانو، مشاور وزیرانو او معینانو په ګډون د ډاکټر زلمي رسول په ګټه تېر کړل.

څلورم: په هغو ساحو کې چې نا امني ده د ولسوالانو، امنيي قوماندانانو او واليانو نقش او مقتدر قوماندانان د ښاغلي زلمي رسول لپاره کمپاین کوي. داسې ګڼ ریپورټونه شته چې والیان ولسوالان ور غواړي او ور ته ویل کېږي چې د ډاکټر زلمي رسول په ملاتړ به کار کوي.

پنځم: له ډاکټر اشرف غني احمدزي سره په حکومت کې د ننه د ځینو وګړو فردي ملاتړ شته کوم چې ددوی قانوني حق دی، اما موسساتي او دستګايې ملاتړ کوم چې د قانون خلاف عمل دی په بشبړه مانا د زلمي رسول او ډاکټر عبدالله عبدالله له ټيم سره دی. ښاغلی اشرف غني احمدزی پاکي رايي او ولسي ملاتړ لري. هېله ده ځیني رسنۍ به ټول هغه والیان او د امنیی قوماندانانو نومونه څرګند کړي چې د نوماندانو په سپارښتنه مقرر شويدی. د ډاکټر اشرف غني احمدزي په سپارښتنه یو لوړ پوړی چارواکی هم نه دی ټاکل شوی.

شپږم: تاکتيکي ملاتړ به له غني سره وي، اما ستراتیژیک ملاتړ لومړی له زلمي رسول او د زياتي مجبورۍ پر وخت به په قوي احتمال زلمي رسول او عبدالله عبدالله دواړه یو شي، ترڅو زعامت دزلمي رسول او ريښتنی دستګایی او اجرایی واک د ډاکټر عبدالله عبدالله له ټیم سره وي.

اووم: ښاغلی وحيد عمر شخصا د يوه وزير په وياند د وزير له خوا فشار راوړي چې دا وياند د منفک کړه ځکه چې نوموړي خپل شخصي ملاتړ او هغه هم له رسمي وخت څخه د باندې د ښاغلي اشرف غني احمدزي له ټیم څخه کوي. چې په کابل کې دا حال دی، په ولایتونو کې چېرته چې نظارت هم کم دي، څه حال به جوړ کړي

. اتم: د ټولو نوماندانو ترمنځ دا تعهد شویدی چې د یو او بل پر شخصیت به تېری نه کوي. تاسو په ټلویزیوني مناظرو او نورو ټولنیزو رسنیو کې ولیدل چې کوم نوماند دا تعهد او ژمنتوب مات کړیدی او د آریانا د ټلویزیون په مناظره کې هم جوته شوه چې دکوم نوماند استازې دا تعهد مات کړ. هلته د ډاکټر اشرف غني احمدزي زغم او پرون د فاروقي صیب زغم او همدې تعهد ته ژمنتوب بیا هم څرګند شو چې د تحول او تداوم ټیم د ارزښتونو او برنامو ټیم دي.

د تحول او تداوم د ټیم سیاست هغه وخت هم د ارزښتونو وو او اوس هم د ارزښتونو ده. د جنرال صیب دوستم پر خپله ماضي اعتراف او له ولس څخه بښنه په خپله سياسي اخلاق او انساني ارزښت دی. د جنرال صیب له خوا د افغانستان د تجزيې د پروګرام افشا کول، د قومونو او سمت پر نوم د ایتلاف ماتول، د افغانستان ازبک او ترکتبار وروڼو ته مساوي او برابر حیثیت ورکول او بالاخره په يوې برنامې او پروګرام د ټولو اړخونو توافق او هغه منل زموږ ارزښتونه، ملي يووالی او ملي ګټي تضمېنوي او همدا زموږ ارزښت دی. دډاکټر اشرف غني احمدزی دا خبره چې هیڅ افغان تر بل افغان کمتر نه دی، او هیڅ افغان تر بل افغان برتر نه دی، د یوه مهم ارزښت څرګندونه کوي. د ډاکټر صیب اشرف غني سياست اوس هم د ارزښتونو سياست دی، اما بڼه او شکل يې د ایدیال فکر او عمل تر منځ د تعادل را منځته کول او ځمکني واقعیتونه په نظر کې نېول دي.

کله چې دازبک او ترکتبار قوم مطلق اکثریت جنرال دوستم د خپل مشر په توګه مني، آيا موږ يې و نه منو؟ افسوس د هغو کسانو پر حال چې نه يې خپل قوم مني او نه د خپل قوم په ژبه پوهېږي، نه په خپله ماضی له ولس څخه بښنه غواړي، د مرکزي قوي نظام پر ځای یو داسې غیر متمرکز نظام غواړي چې یوازې سمتي ګټي خوندي کړي. د تحول نښې لا له وړاندې څرګندې شویدي. د تحول او تداوم د ټیم د کمپاین په جریان کې زموږ د ژبو ترمنځ ملي يووالی را منځته کړ. ازبک او تاجک وروڼو د تخار او بدخشان په ښکلو درو کې پښتو وويله. په آینه، نګاه او باتور ټلویزیونونو کې د استاد اول مير او ګل زمان په خوږو غږونو ملي تراني او سندرې ويل پيل شول او پښتنو ازبکي او فارسي پيل کړل. د فکر او عمل په جرګه کې په هزاره لهجه تراني وویلي شوي. نورو خو په ننکرهار او کندهار، پکتيا، پکتیکا، لوګر، وردګ، کندز، کې هم د ولسونو په ژبه خبری ونکړي. د ارزښتونو سياست همدې ته وايي چې د افغانستان په هر ګوټ کې هر وګړی په ملي ژبو خبری وکړای شي، د خلکو ستونزې د هغوی په ژبه واوري او درک یې کړي ترڅو هیڅوک د محرومي احساس ونکړي. په لويه کې هم د اعتدال، برابري او سازندګي ټیم او هم د اصلاحات او همګرایی ټيم هڅه کوي چې له دولتي امکاناتو او فرصتونو څخه په ګټې اخيستني د تحول او تداوم د ټیم مخه ډب کړي، اما بريالیتوب د تحول او تداوم د ټيم ده، ځکه چې ولس ورسره دی، ارزښتونه او برنامې لري. هر ډول تقلب هغه که په جنوب او جنوب غرب کې د ناامني تر پردې لاندې کېږي او که په مرکز کې ددولتي دستګاه تر فشار لاندې کېږي، د هېواد لپاره ناوړه پايلي ولري. د ډاکټر اشرف غني احمدزي رايي پاکې، لاسونه پاک او حکومت به يې پاک وي. زموږ هېله له ښاغلې ولسمشر څخه داده لکه څنګه چې بې طرفه پاته شویدی، همداسې بې طرفه پاته شي ځکه چې قوي، قاطع او دریځ لرونکی نوماند هم ستاسو د دوولسو کلونو لاسته راوړڼي ساتلای شي او هم به تاسو جلالتمآب ته د ولسواکۍ او د واک دسوله اییز انتقال دپلار په سترګه وګورئ. لیکنه: محمد حلیم فدايي

11 thoughts on “پاک لاسونه، پاکې رایې او پاک حکومت! حلیم فدايي”
  1. Salam Mr. Fedayee Sahib,

    I always ask myself why a governmental official like Mr. Karzai or anyone else does not have the right or the choice whom to support? Any idea?

    I do not mean the use of governmental resources, but giving the support to a candidate of your choice!

    Regards,

    Mullah Habibullah

  2. ډيره خكلي ليكنه ده، په قلم دي بركت شه،
    د ډاكټر أشرف غني أحمدزي أرګ ته رسيدل يواځي د وخت خبره ده، په انتخاباتو كي دهغه ګټل حتمي دي إن شاءالله

  3. د ډاكټر أشرف غني أحمدزي په خاطر مونږ له خپل ځان نه هم تير يو، يواځي د اشرف غني إشاره مونږ ته كافي ده،
    قسم په الله كه دسقاو بچي را نه په أفغانستان حكومت وكړي، كرزي دي هم په خلاصو غوږونو واوري

  4. سلامونه
    تولو ورونو او دوستانو ته به كار دي خبل د خوشى كانديد ته خبله رايه وركري او كمباين ورته وكري خو داسى نه جه نور نوماندان او بلويان يي سبك كري
    د جا جى غني خوش دى رايه د وركري دا د ولسواكي له اصل سره به تناقض كى خبره جه سوك مجبور كرل شى جه زما د خوشى كانديد ته تبليغات وكرى
    بيا د دوستم خبره اول خو به همدغه إقرار دوستم zan كندى ته واجوي به همدغه امريكا
    دوهم به يوه معذرت د زمزم به اوبو باك شو
    دريم د غني صاحب شعار د ضوابطو او روابطو تر سوال لاندى دي غني صاحب به هميشه دا ادعا كوله جه د كرزى به خلاف غني به ضوابطو ولار حكومت جوره وي خو اوس جه ورته كورو شه به زغرده به روابطو كى كوتى ويي
    لنده دا جى د قدرت د لاس ته راورلو لباره هر نوعه معامله ته حاضر اوس د امتحان وخت كورو جه سه به وشي د امريكا سفارت به كوم راته انتخاب كري
    تولو انتيرنيتى ليكوال صاحبانو نه يو خواهش لرم جه لكه د اش كأسه زانونه له اش نه دير مه كرموي بيا به خبل وجدان ته خجالت شى او كه لطف وكري د محمد يار جان مضمون به تاند كى ولولى
    به درنشت

  5. والي صيب فه قلم دي بركت شه خداي دي كرزي ته هدايت وكري دا اخر كي خو يي بيخي مرداره كره ته زموز لفاره غنيمت وي وردكو كي خداي شته دي اوس نو هر يو درته دعا كو خو دا زاي ناستي دي غل او بي كفايته دي دومره غل سي د دهقان تخم يي خرس كر او د ولايت د مقام نوي زرهي موتر يي يو خصوصي شركت ته فه كرايه وركري او همدا راز اوس خو يي كأرد هم له ريسانو رشوت اخلي

  6. فدایی صاحب ته سلامونه او نیکی هیلی:
    ډیر ښه متن د چمتو کړی او همدغه خپرونه ماهم ولیده د اریانا تلویزیون څخه وحید عمر په داکتر اشرف غنی احمدزی سختی نیوکی وکړلی خو اوس خلک هوښیار دی په همدغو ازمایل شویو څیرو څوک باور نه کوی تاسو ټول بی غمه اوسی د ولس رایه د ښاغلی اشرف غنی احمدی سره ده یو څو محدود کسانوچی ځان د ولس نماینده ګان معرفی کوی خو په حقیقت کی ندید زلمی رسول یی ملاتړ اعلان کړی خو ولس خو ورڅخه ملاتړ نه ده اعلان کړی اکثره سترو قومونو د داکترصاحب اشرف غنی احمدزی څخه خپل ملاتړ اعلان کړی چی هغه ټولو ته جوته ده د نومونه یی نه ذکر کوم او بل داچی په همدی کی هیڅ شک نشته چی کرزی صاحب سل په سلو کی د زلمی رسول ملاتړ کوی که هغه په پټه ده او که په ښکاره ده.
    زه غواړم خپل نظر له تاسوسره شریک کړم زما نظر دادی که چیرته شفافی ټاکنی وشی سل په سلو کی داکتر صاحب اشرف غنی احمدزی کامایاب دی که چیرته امریکا مداخله په ټاکنوکی وکړه عبدالله عبدالله کامیاب ده که کرزی زور شو نو بیا سل په سلوکی زلمی رسول کامیاب ده که فدایی صاحب یی ځواب راکړی ډیره ښه به وی
    مننه مصطفی له کابل څخه

  7. ما شا اله ډیر ښه تحلیل او قوی لیکنه ده انشا اله حتمی بری د اولس یعنی ډا کتر صا حب اشرف غنی په ګټه ده وسلام علیکم و رحمته اله وبر کا ته فدایی صا حب

  8. سلامونه مي ومني فدايي صيب ديرو خو تكو ته مي اشاره كر نن په فكتيا كي د شارولي كاركوونكو د زلمي رسول عكسونه لگول الله دي باقي خير كي

  9. عرض سلام وادب دارم حضورهمنظران واهل دانش وقلم۰ازینکه نوسینده ئی چهره دست ،وآزادخیال ملي ګرا حلیم فدائی رادرجمع خودمې بینم ،نظرواحساسات دوستانم را قویترساخته است باقدرداني ،م میداني.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *