د پکتيکا ولايت مقام د رسنيو دفتر

خبرپاڼه

۱۳۹۲کال د کب ۲۳ مه نېټه

     دا چې د ۱۳۹۳ يم کال ولسمشريزې او ولايتي شوراګانو ټولټاکې ورځ تر بلې رانيږدې کيږي، د يادو ټولټاکنو د خوندي کولو په موخه په پکتيکا کې افغان ملي امنيتي ځواکونو د نويد تر نامه لاندې پراخ چاڼيز عمليات پيل کړي دي.

ياد عمليات چې د کب مياشتې په شلمه  د ملي اردو په مشرۍ پيل شوي او لا هم روان دي د پکتيکا ولايت برمل سرحدي او سروبي ولسواليو ځينې سيمې له وسلوالو مخالفينو پاکې شوي دي

د عملياتو په ترڅ کې شپږ تنه د دولت وسلوال مخالفين وژل شوي درې نور ټپيان شوي دي په وژل شويو وسلوالو کې دوه تنه بهرني ازبک اورپکي هم شامل دي

يو شمير سپکې او درنې وسلې چاودېدنکي توکي او مهمات هم نيول شوي دي

ياد عمليات به د پکتيکا ولايت ټولو ولسواليو ته وغزيږي

مخلص افغان

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *